اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی)په پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر ليسلي سكينلون د زيارت په ورځ د رياسي او سرحدي سيمه جات وفاق?? وزير انجينئر امير مقام سره ملاقات كړی او د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په شريكو چارو د خيالاتو ??رګندونه كړې۔د سيفران وزارت له مخې وفاق?? وزير او هائي كمشنر د كاناډا پاكستان دوه اړخيزه اړيكو بېلو اړخونو پشمول پاكستان كښې د كاناډا پرمختيائي پروګرامونو په اړه د خيالاتو ??رګندونه وكړه۔د ملاقات په مهال د كډوالو په اړه ګڼ شمېر چارو پشمول انتظام٬هېواد ته بېرته تګ او شريكو چارو هم د خيالاتو ??رګندونه كړې۔وفاق?? وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي چې د 30 لكه څخه زيات افغان كډوالو كوربتوب له امله د پاكستان په معيشت د وړاندې نه زيات بوج دې۔ده ووئيل چې پاكستان د افغان كډوالو په عزت سره هېواد ته بېرته تلل غواړي۔وفاق?? وزير ووئيل چې پاكستان افغان كډوالو آبادكارۍ كښې د كاناډا خو??غ ته د قدر په نظر ګوري۔په پاكستان كښې رجسټرډ افغان كډوالو خېرښېګړې لپاره د مالي مرستې ضرورت دې۔د كاناډا هائي كمشنر ليسلي سکینلون د څلورو لسيزو راهيسې زياتې مودې څخه د افغان كډوالو د بشري يو والي په بنياد مرسته وركولو كښې د پاكستان كردار وستائېلو۔په غونډه كښې د سيفران سېكرټري ظفر حسن او جوائنټ سيكرټر?? آغا وسيم احمد هم ګډون وكړو۔
وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د كاناډا هائي كمشنر ليسلي سکینلون ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام