اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف پاكستان او د ټو??ي نړۍ مسيحي ورورولغ له د كرسمس مباركي وركولو سره وئيلي چې د مسيحي ورورولۍ د پاكستان جوړولو او د دې په تعمير كښې په زړه پوري كردار ، د تعليم، صحت ، دفاع پشمول بيلو څانګو كښې خذمات د نه هيرولو دي۔د اتوار په ورځ پي اېم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرسمس په موقع په خپل پيغام كښې وئيلي چې حضرت مسيح ؑاو حضرت مريم ؑ ا?? مسلمانانو ترمينځه قدر مشترك دي، دا جليل القدر هستۍ د انسانيت لپاره د هدايت لاره دي، د دې پاكو هستيو د كردار ٬ پاكوالي او د عظمت ګواهي لوے څښتن په قرآن مجيد كښې وركړې ده۔ وزيراعظم ووئيل مسيحي ورورولۍ قيام پاكستان او د دې په تعمير كښې په زړه پوري كردار ترسره كړې، قيام پاكستان په موقع د مسيحي ورورولۍ مشرانو د پاكستان په حق كښې ووت وركړې ؤ۔ده ووئيل د مسيحي ورورولۍ جوړ كړې شوي سكول او روغتون نن هم د ټو??ني خذمت كوي، تعليم، صحت او دفاع پاكستان پشمول په بيلو څانګو كښې د مسيحي ورورولۍ خذمات د نه هيرولو دي۔وزير اعظم ووئيل آئين كښې د مسيحي ورورولۍ پشمول د ټو??و غيرمسلمه پاكستانيانو د حقوق ضمانت وركړې شوي،هغوي برابر وګړي دي۔ده ووئيل د ټو??و اقليتونو د مال او ځان حفاظت زمونږ اسلامي او آئيني ذمه واري ده،د اقليتونو سره تعلق لرونكو د ټو??و طبقو پرمختګ او سوكالۍ ته خاص پام لرنه كوو۔
د مسيحي ورورولۍ د پاكستان جوړولو او د دې په تعمير كښې په زړه پوري كردار ، د تعليم، صحت ، دفاع پشمول بيلو څانګو كښې خذمات د نه هيرولو دي۔كرسمس په موقع د وزيراعظم محمد شهباز شريف پيغام
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ