اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي شريفو په تېرو 30 كلونو كښې كرپشن يو د قبلولو وړ عمل ګرځولے٬د هغوي د نائب قاصدانو او چائے خرڅوونكو د اكاؤنټس څخه 16 اربه روپۍ تر لاسه شوي٬چا چې 7 اربه روپۍ د ټي ټيز څخه راغوښتلې هغه د مشر ورور ضامن هم دے٬ كوم چې د 8 اوونيو د علاج په غرض لندن ته تللے هغه تراوسه بېرته نه دے راغلے٬تاريخ ګواه دے چې اېن آر او تل هېواد ته زيان رسولے ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خاص خبرو كښې كړې۔ده ووئيل پاكستاني كډوال د هېواد قيمتي اثاثه ده٬هغوي ته آسانۍ وركول زمونږ وړومبې ترجيح ده ۔ده ووئيل په بېلو هېوادونو كښې مېشته 90 لكه سمندر پورې پاكستانيانو لپاره سمارټ هاؤسنګ پراجېكټ معرفي كړے شوي ٬سمندر پورې پاكستانيان د روشن ډيجيټل اكاؤنټس د لارې خپل ترسيلات زر پاكستان ته رالېږي كومه چې د هغوي د باور څرګندونه ده او سټېټ بېن پاكستان هم د هغوي د اعتبار له مخې كار كوي۔ده ووئيل د دې ويژن له مخې به د سمارټ هاؤسنګ پروژو د لارې د هاؤسنګ اپاړټمنټ آسانۍ وركولې شي د كومو چې كابينې هم منظوري وركړې۔ده ووئيل نجي هاؤسنګ پروژو كښې په نجي بېنكونه كښې د مقابلې فضا ده ۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو د اغستو قوت ښه دے٬د روشن ډيجيټل اكاؤنټس د لارې سمندر پورې پاكستانيان په پاكستان كښې جائيداد اخستلے شي او پور هم ترلاسه كولې شي۔ده ووئيل صحت انصاف كارډ يو بشپړ يونيورسل هېلت كيئر پروګرام دے كوم كښې چې د زړه رنځ٬ د ماشوم او مور او هر ډول سرجرۍ پشمول د ټولو رنځونو علاج له آسانۍ وركوي۔د دې آسانيو څخه يوه كورنۍ تر 10 لكه روپو علاج د خپلې خوښې روغتون څخه كولې شي
شريفو په تېرو 30 كلونو كښې كرپشن د قبلولو جوګه عمل ګرځولے ٬د هغوي د نائب قاصدانو او چائے خرڅوونكو د اكاؤنټس څخه 16 اربه روپۍ تر لاسه شوي۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔