پېښور11اکتوبر(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې عشره رحمت ا??لعالمين صلی الله عليه وآله وسلم په سركاري كچه لمانځلو لپاره د ګل په ورځ د وزيراعلٰی محمود خان په مشرې كښې غونډه وشوه. په غونډه كښې په ټوله صوبه كښې په زړه پورې ډول د عشره رحمت ا??لعالمين صلی الله عليه وآله وسلم او عيد مي??اد??لني صلی الله عليه وآله وسلم لمانځلو پرېكړه وشوه. د دې نه علاوه د ربيع الاول په مناسبت په صوبائي كچه د سريت كانفرنس كولو پرېكړه هم وكړې شوه. په دې موقع وزيراعلٰی محمود خان ووئيل صوبائي حكومت به د وزيراعظم عمران خان هدايت له مخې عشره رحمت ا??لعالمين صلی الله عليه وآله وسلم په بشپړه توګه لمانځي. ده ووئيل هغه به په خپله د دې دستورو څارنه كوي. ده ووئيل په دې دستورو كښې به ?? سيرت ا??نبي صلی الله عليه وآله وسلم او مدينې د رياست بېلا بېل اړخونه رامخ?? ته كولې شي.
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا