بشکېك 26 اکتوبر (اے پي پي) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي دي د تل پاتې امن او سلامتيا نه غېر د پائيدار اقتصا??ي پرمختګ ضمانت نشي وركړے كېدے٬ په افغانستان كښې استحكام باوري كول ??ه منطق?? كښې امن او د استحكام تحفظ لپاره ضروري دے٬ پاکستان د “شنګھائي سپرټ” عزم لري چې مقصد ئې مشترکه خوشحالۍ او پرمختګ لپاره شريك باور او احترام دے٬ شنګھائي سپرټ جغرافيائي، سياسي او جيو اکنامك مېدانونو كښې د لويو بدلونونو له مخې زمونږ اجتماعي هلو ځلو ته و??ه وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د کرغزستان په پايه تخت بشکېك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د حکومت د مشرانو كونسل غونډې ته د وېنا ??ه مهال كړې ۔ ??ه ووئيل اېس سي او د نړيوالې ابادې د 40 فيصده نه د زيات اجتماع غږ او هيلو نمائندګي كوي، د دې نتظيم د مشرانو په توګه دا زمونږ بنيادي ذمه واري ده چې مونږ د خپل اولس د تل پاتې امن، سلامتيا او د اقتصا??ي پرمختګ خواهشات ترسره كړو٬ ??ه ووئېل د پاكستان ??ه مشرۍ كښې به د كونسل مهمو او عملي څانګو كښې مرستې ته و??ه وركول زمونږ وړومبۍ ترجيح وي چې پكښې کنيکټيويټي او د ټرانسپورټ روابط زياتول، ځوانان واكمن كول، د اعليٰ سيمه ايز صلاحيت وړ مهمو څانګو كښې كركېله، کان کني، معدنيات، توان او په انفارميشن ټيکنالوجۍ كښې سرمايه كاري كول شامل دي، پاكستان به دې سره سره د تعليم او غربت خاتمې په څانګو كښې هم مرسته قوي كوي۔ خارجه وزير ووئيل موسمياتي بدلون څخه رامخې ته تباهي د انسانيت بقاﺀ په خطر كښې اچوي كوم چې نړيوال غبرګون لپاره د نړۍ د يووالي مطالبه كوي، پاکستان تل پاتې او فطرتي مثبت نړۍ لپاره د كار كولو عزم لري كومې له چې مونږ د راتلونكي كول قرض?? وړې يو، ??ه ووئېل اېس سي او د ټولو مهمو سيمه ايزو نتظيمونو له د هنګامي حالاتو مخنيوي لپاره د ګڼ اړخيزه مرستې عملبردار جوړېدو جوګه او مناسب دے۔ ??ه ووئيل پاكستان د خپلو سيمه ايزو صلاحيتونو ادراك كولو لپاره د ټولو غړٶ هوېادونو فعاله او مثبت ګډون ته سترګې په لار دے۔ خارجه وزير د مشتركه چېلنجونو مخنيوي او د اېس سي او ??ه منطق?? كښې امن، خوشحالي، استحکام او د رابطې هدفونه او د دغې ن?? وړاندې تګ لپاره شنګھائي سپرټ له د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ او عزم پخلے وكړو
تل پاتې امن او سلامتيا نه غېر د اقتصادي پرمختګ ضمانت نشي وركړے كېدے۔ د خارجه وزير جليل عباس جېلاني د اېس سي او غونډې ته وېنا
Qilinzhidao entertainment platform official website
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام














