اسلام آباد۔24جنوري (اے پي پي) په هېواد كښې د تېل او ګاز لټون لپاره د اته بلاكس لوظنامې لاسليك شوې دي٬ د تېل او ګاز كمپنۍ به په دريو كالو كښې د درې كروړه 33 لكه ډالرو څخه زياته سرمايه كاري كوي۔ د لاسليك دستوره د شورو په ورځ شوې چې پكښې د توان نګران وفاقي وزير محمد علي، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر محمد جهانزېب خان، د اېس آئي اېف سي کے ډائريکټر جنرل مېجر جنرل تبسم حبيب (هلال امتياز ملټري) او نېشن?? کوآرډينيټر لېفټيننټ جنرل (ر) محمد سعيد هم موجود په دې مهال وٶ۔ په لوظنامو د پاكستان حكومت لخو?? د ??ټروليم ډويژن سېكرتري مومن آغا٬ د پټروليم كسېشنز ډائريکټر جنرل کاشف علي ٬ د او جي ډي سي اې?? منېجنګ ډائريکټر احمد حيات لك، د پي او اېل چيئرمېن شعېب ملك، د پي پي اېل چيف آپرېټنګ آفسر سکندر علي مېمن او د يو اي پي ايکسپلورېشن مشر ډاکټر نديم احمد لاسليك وكړو٬ بلاکس كښې چې د تېل او ګاز د لټون كوم لائسنسز وركړے شوي په ھغې كښې کوټرا ايسټ، مرادي، سهون، ملتانائي، زندان ټو، ساون ساٶتھ، ګمبټ ټو او سرونا وېسټ شامل دي٬ په لائسنس ترلاسه كوٶنكو كښې يوه كمپني د چين هم شامله ده۔
په هېواد كښې د تېل او ګاز لټون لپاره د اته بلاكس لوظنامې لاسليك شوې ٬ د درې كروړه ډالرو څخه زياته سرمايه كاري به كېږي
Aztec Treasures official entertainment website
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا














