اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی)د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه د آسيائي پرمختيائي بېنك ايشین ډویلپمنټ آو?? لْک رپورټ اپرېل 2024 د حكومت سمو اقتصادي تګلارو توثيق ګرځولو سره وئيلي دي چې هېواد كښې ګراني مخ په كمېدو ده ٬ د دې تصديق نړيوالې مالياتي ا??ارې كوي۔ د جمعې په ورځ دې ځايې څخه جاري شوي بيان كښې وفاقي وزير احد چيمه ووئيل په آو?? لْک رپورټ 2024ء كښې د پاكستان معيشت لپاره د خوشبينه امكانات څرګندونه شوې ده۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې مونږ يو مستحكم او تلپاتي معيشت لپاره كار پېل كړے دے۔ ده ووئيل زمونږ د 16 مياشتو په تېر حكومت كښې هېواد په معاشي توګه مستحكم كولو له ضروري ګامونه پورته كړې شول۔ ده ووئيل مونږ به د يو داسې معيشت جوړولو له كار روان ساتؤ په كوم كښې پاكستانيانو لپاره موقعې رامخې ته كړې شي?? دا خبره دې ښكار?? وي چې ٬آسيائي پرمختيائي بېنك اېشین ډویلپمنټ آو?? لْک رپورټ اپرېل 2024ء جاري كړې دې۔ آسيائي پرمتيائي بېنك پاكستان لپاره اقتصادي ا??لاحلات مهم ګرځولې دي۔ په آوټ لک رپورټ كښې د روان مالي كال په مهال د پاكستان شرح نمو د 1.9 فیصده پاتې كېدو امكان ښكاره كړے شوے دے۔ او راروان مالي كال كښې د دې د 2.8 فيصده كېدو تخمينه لګولې شوې ده۔ د رپورټ له مخې په راروان كال كښې به پاكستان كښې ګرانۍ كښې لا كمې رامخې ته شي او د ګرانۍ شرح به تر 15 فيصده ټيټه شي۔
د آسيائي پرمختيائي بينك ايشین ډويلپمنټ آوټ لْک رپورټ د حكومت د اقتصادي تګلارو توثيق دے، د وزیراعظم په مشرۍ كښې مونږ يو مستحكم او تلپاتي معيشت لپاره كار پيل كړے دے۔ احد چيمه
7 Farm No. 5 Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔