واشنګټن۔18اپریل (اے پي پي) د خزانې او ??حصولات وفاقي وزير محمد اورنګزیب وئېلي دي د ڼړيوال مالیاتي فنډ سره د خبرو اترو په لړ كشې د پاکستان کرنسۍ په قدر كښې د ډېر كمي راتللو امکان نشته، پاکستان به د یو ایس انټرنیشنل ډویلپمنټ فنانس کارپوریشن او ایګزم بینک سره په ګډه كار كوي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده تېره ورځ واشنګټن ډي سي كښې د بلوم برګ سره مركه او ??ختلف پلاويو سره ملاقاتونو كښې وكړه ۔ ده ووئېل په عمومي توګه د پاکستان کرنسۍ په قدر كښې د كال د 6 نه تر 8 فیصده نه د زيات کمي هيڅ جوازنشته ۔ده ووئېل دا ځل آئي ایم ایف سره خبرو كښې پاکستان ته د اربونو ډالرو پورونو تر لاسه كېدو سره سره به هېواد كښې د اقتصادي اصلاحات په تګلاره عمل درآمد ګړندے شي او دې خبرو اترو سره د کرنسۍ په قدر كښې د كوم ډېر کمي راتللو هيڅ امکان نشته ، ده ووئېل پاکستان كښې د زرمبادله پانګې زياتې شوي ، د ایکسچینج ریټ مستحکم دے، ترسیلات زر او برآمدات كښې زياتوالے راغلے، په دې ټولو كښې چې كوم څيز هر څه بدلولې شي هغه ?? تیلو بيعې دي۔ ده ووئېل موجودہ حکومت زراعت او د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پشمول صنعتونو ته وده وركول غواړي، حکومت په خاص توګه آئي ټي او زراعت ته خاص پام لرنه كوي دغسې جې په راروانو كلونو كښې د نمو شرح 4 فیصد نه زياته كرې شي۔ د خزانې وزير ووئېل پاکستا?? د ??ئي ایم ایف ??شن سره په مئی كښې د پاکستان دورې په مهال او د نوي قرضې پروګرام لپاره د ج??ن په آخر یا د جولائي په پېل كښې د سټاف په كچه د لوظنامې هيله لري۔ ده تېره ورځ واشنګټن ډي سي كښې د امریکې نائب خارجه وزير ډونلډ لو او د امریکې د خارجه مكحمې پرنسپل ډپټي اسسټنټ سکریټري ایلزبتھ هورسټ سره د نړيوال بینک په هیډ کوارټر كښې ملاقات کولو ۔ ملاقات كښې پاکستان او د امریکې تر مينځه د متبادل توان په ذريعو، زراعت، د موسمیاتي بدلونونو مقابلې او ??وسمیاتی موزونیت او ??ه ټیک انډسټرۍ كښې په مرسته خاص زور راوړلے شو ۔ فریقینو د اقتصادي شراکت دارۍ د زياتوالي په ضرورت هم زور راوړو ۔ د خزانې وزير امریکائي عهدیدارو ته پاکستان كښې د اصلاحات تګلارې په اړه هم ووئېل٬ د ده وېنا وه د ټیکس بنیاد براخه كول ، د توان څانګې مسائل حل كول او د سرکاري ادارو د نجکارۍ عمل تندول د اصلاحات په عمل كښې شاملې چارې دي ۔
ٓئي ایم ایف سره د خبرو اترو په لړ كښې د روپۍ په قدر كښې د ډېر كمي راتللو امکان نشته، د خزانې وزير د کابلوم برګ سره مركه
Another official entrance for self-entertainment
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا