اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) پاکستان ټیلي وژن کارپوریشن (پي ټي وي) د ترکیې ??فارت په مرسته ”ورلډ ترکش کافي ډے“ ولمانځله چې پكښې د ترکیې ښه كلتور او مشهور کافي روایت رامخې ته كړے شو۔د دستوري م??صد د پاکستان او ترکیې ??ر??ين??ه قوي اړيكي رامخې ته كولو له يو پلیټ فارم وركول وو او تاریخی، كلتوري او اقتصادي رابطې لا قوي كول وو۔دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطا اللہ تارړ، پاکستان كښې د تركيه سفیر عرفان نیزیروګلو،د اطلاعات وفاقي سیکریټري او د پي ټي وي منیجنګ ډائریکټر مس عنبرین جان، ایګزیکټو ډائریکټر سپیشل انیشی ایټوز ډاکټر دانیال سلیم، ډائریکټر نیوز ډاکټر هارون الٰهی، انچارج پي ټي وي ورلډ نمود مسلم او ډائریکټر کرنټ افیئرز چوهدري محمد سلیم پشمول د نیوز سنټر ملا??ما??و ګډون وكړو۔د ميلمنو هركلي كولو سره وفاقي وزیر عطاءاللہ تارړ د پاکستان او ترکیې ??ر??ين??ه په قوي او د ملګرتيا په اړيكو رڼا واچوله۔ده ووئيل پاکستان او تركيه خپلو كښې د ورورولۍ قوي اړيكي لري۔ وفاقي وزیر ترکش کافي د ترکیې ?? ميلمستياﺀ حقیقی عکاسي ګرځولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې كلتور او د فنون په څانګه كښې مرستي سره به د پاکستان او ترکیې ??ر??ين??ه په اولسي كچه اړېكي لا قوي شي۔ پاکستان كښې د ترکیې ??فیر عرفان نیزیروګلو د ترکش کافي په تاریخی اهمیت رڼا اچولو سره ووئيل ترکش کافي يواځې يو مشروب نه ،يو ښه روایت دے كوم چې په پيړيو پخوانے دے،د دې جوړول يو كړكيچن عمل دے كوم چې زمونږ د مكمل ورثه څرګندونه كوي۔ده ووئيل ترکش کافي سندرې او شاعري هم متاثره كړي او دا زمونږ د تاريخ يو ښكاره علامت ګرځېدلې۔په دې موقع د اطلاعات وفاقي سیکرټري او د پي ټي وي منیجنګ ډائریکټر عنبرین جان د دواړو هېوادونو تر??ين??ه شريك كلتور او په تاريخي اړيكو زور راوړلو سره ووئيل پاکستان او ترکیه خپلو كښې كلتوري ، تاریخی اړيكي لري كومي چې په اقتصادی اړېكو بدليږي۔ د کافي شريكه مينه مونږ يو بل ته نور هم رانزدې كوي كومه چې زمونږ د شريك كلتور د ستائنې عکاسی کوي۔دا خبره دې ياده وي چې پي ټي وي كلتوري سفارت کارۍ او د شريكو روایاتو د لاري نړيوالو اړيكو ته ودي وركولو له لوظي دے۔ ورلډ ترکش کافي ډے په څير دستوري د پاکستان او اتحادیانو تر??ين??ه معنی لرونكو رابطو ته ودي وركولو له د ریاستي نشریاتیې ??دارې دکردار توثیق کوي۔
پاکستان ټیلی وژن او د تركيه سفارتخانې تر سيوري لاندي ”ورلډ ترکش کافي ډے“. كلتور او د فنون په څانګه كښې مرستي سره به د پاکستان او ترکیې ترمينځه په اولسي كچه اړيكي لا قوي شي ۔ د اطلاعات وفاقی وزیر عطاءاللہ تارر
हरी मिर्च भरोसेमंद सट्टेबाजी वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس