اسلام آباد 02 مارچ (اے پی پی) د خارجه چارو سلاكار او د فاټا اصلاحات کمېټۍ چیئرمېن سرتاج عزیز وئيلي دي د فاټا ??ول?? به راروانو ټولټاكنو كښې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې خپل نمائندګان ??اكلې شي ٬د ټولو كډوالو د ستنيدو عمل به د روان ??ال تر 30 اپریل بشپړ شي، اېف سی آر منسوخ كړې شو او هغه په رواج اېکټ كښې بدل كړې شو د كډوالو د تعمیر نو هلې ځلې به تر 2018 بشپړ شي۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر ??ه مشرۍ كښې د فاټا لپاره 10 كاله سماجی اقتصادی منصوبې تیارولو په غرض د خېبر پښتونخوا ګورنر ??ه مشرۍ كښې په پوهانو مشتمل د اعلی كچ کمېټۍ به په 30 اپریل جوړه شي۔ د زيارت پھ ورځ د وفاقي کابینې لخوا د فاټا اصلاحاتو كمېټۍ د سفارشاتو د اصولي منظورۍ نه پس ميديا ته د بريفنګ ??ه مهال خارجه سلاحكار او د فاټا اصلاحاتو د كمېټۍ چيئرمېن سرتاج عزیز وئيلي دي چې فاټا په قامي چوكاټ كښې د شاملو لو په غرض وزیراعظم محمد نواز شریف د نومبر په كال2015 كښې سرتاج عزيز ??ه مشرۍ كښې 6 كسيزه كمېټي جوړه كړې وه۔ د كمېټۍ په غړو كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ظفر اقبال جھګړا، د سېفران ??فاقي وزير عبدالقادر بلوچ، د قانون او انصاف وفاقي وزير زاهد حامد او د سېفران سېكتر محمد شهزاد ارباب شامل وو۔ ده ووئيل د آئين د آرټيكل 247(vi) له مخې د فاټا اصلاحاتي كمېټۍ د اېجنسو دورې وكړې او د پېښور د 6 واړو فرنټيئر ريجنز نمائندګانو سره جلا جلا ملاقاتونه كړې۔ ده ووئيل كمېټۍ د 3500 قبائيلي ملكانو او مشرانو نه علاوه ټولو سياسي ګوندونو ٬ وكيلانو ٬ تاجرانو ٬ ځوانانو او د سول سوسائټۍ نمائندګانو سره مشاورت كړې۔ كمېټۍ د فاټا پارلماني غړو سره هم مشاورتي ملاقاتونه كړي ٬ په دې لړ كښې د فاټا پارلماني غړو د كمېټۍ سره وړومبي ملاقات كښې د دسمبر په لسمه نيټه كال 2015 كښې شوې چرته چې پارلماني غړو په 7 نكاتو مشتمل يوه تحريري مېمورنډم كمېټۍ ته سپارلې ٶ۔ ده ووئيل كمېټۍ خپل راپور تېر كال په 23م اګست نېشنل سېكورټي كمېټۍ ته وړاندې كړې۔ وزیراعظم د كمېټۍ د سفارشاتو اصولي توثيق وركولو سره هدايت وكړو چې راپور عام بحث لپاره پارلمان ته وړاندې كړئ۔ ده ووئيل تېرل كال په 9م نومبر د فاټا اصلاحاتي كمېټۍ راپور قامي اسمبلۍ او د دې نه پس په 27م ستمبر سېنېټ كښې وړاندې كړې شوې ٶ او په دې موقع د ميډيا د لارې د مشاورت عمل روان ??۔د كمېټۍ راپور د سېفران ??زارت په وېب پاڼه جاري كړې ٶ په ھغې د 30 زره نه زياتو كسانو خپل رائے وركړې٬ زياتره خلقو فاټا په خېبر پښتونخوا كښې د ضم كولو او د اېف سي آر د خاتمې ملاتړ كړې٬ په لويه كچه د مثبت فيډ بېك په بنياد د سېفران ??زارت تېر كال په 13 دسمبر سفارشاتو منظورۍ له سمري كابينه كښې جمع كړه۔ کابینې تېر كال په 15دسمبر د سمرۍ د مهمو سفارشاتو توثيق كولو سره د دې خواهش څرګندونه وكړه چې په ټولو معاملو دې د رائيو اتفاق پېدا كړې شي۔ سرتاج عزیز ووئيل دا ټول عمل په روانه مياشت كښې ترسره شو۔د زيارت په ورځ د مارچ په 2مه نېټه د کابینې نظر ثانی شوي سمری جاج واخستلې شو او د فاټا اصلاحاتی کمېټۍ سفارشات اصولی منظوری وركړې شوه۔د کابینې د پرېكړې له مخې فاټا به د 5 كلونو ??ه مهال قامی دائره كښې شامل كړې شي۔ آئینی بدلون د لارې د فاټا ??ول?? به د 2018ء ټولټاكنو كښې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې خپل نمائندګان ??اكلې شي۔ اېف سی آر به ختمولې شي او د دې په ځائې به رواج اېکټ راوستلې شي۔ د پارلمان اېکټ د لارې سپریم کورټ او د پېښور هائی کورټ د كار دائرہ تر فاټا رسولې شي۔اېن ایف سی ته به خواست كولې شي چې هغه د مجموعی وفاقی قابل تقسیم محاصل څخه د فاټا پرمختګ لپاره په كلن بنیادونو 3 فیصده فنډز بيل كړي۔ دا به د موجودہ كلن پی اېس ډی پی فنډز21 اربه روپو څخه جلا وي۔ د فاټا ډویلپمنټ اتھارټی ګرېډ بائیس 22 چیف آپریټنګ آفیسر په نګرانۍ كښې به بيا د سره جوړولې شي ، هغه به د 1 كلن سماجی اقتصادی پرمختيائي پروژې د عملدرآمد ذمه وار وي۔ سټيټ بانك آف پاکستان ته فاټا كښې د زيات څانګو پرانستلو سپارښتنه شوې۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا، د سېفران ??زير عبدالقادر بلوچ،د اطلاعات او خپرونو دوهمه وزيره مریم اورنګزیب او د اسمبلۍ اغو سېنېټ د فاټا غړي هم په دې مهال موجود وو۔
د فاټا اولس به راروانو ټولټاكنو كښې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې خپل نمائندګان ټاكلې شي
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا