اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي کروټ هائيډرو پاور پلانټ بشپړېدو سره به هېواد كښې د توان په كمي قابو موندلو له مرسته تر لاسه شي٬ دهرنو معيشت ته ډېر زيان رسولے ٬ اوس وخت راغلے چې د ماضي غلطيو څخه زده كړو سره د دهرنو مخنيوي وكړے شي او په زړه پورې ډول د پاكستان تعمير وكړے شي۔ د شورو په ورځ د کروټ هائيډرو پاور پلانټ دورې په مهال ورکرز او د چين ميډيا ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل په كال 2015 كښې د چين صدر شي جن پنګ او پخواني وزيراعظم نواز شريف د دې منصوبې د بنياد تيګه اېښودې وه٬ دې منصوبې څخه به 720 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كېږي۔ ده ووئيل د چين صدر دور اندېش لارښود دے۔ وزيراعظم ووئيل تېر حكومت سره مخالفه ډله يو خوا ته ساتل ٬ په معاشره كښې تقسيم پېدا كولو او دشنام طرازۍ لپاره ډېر وخت ٶ خو ګرانۍ٬ غربت او د بې روزګارۍ مخنيوي لپاره هغوي وخت نه لرلٶ، پخواني وزيراعظم د دې منصوبې دوره قدرې نه ده كړې۔ ده ووئيل په هېواد كښې په آئيني توګه زمونږ حکومت په اقتدار كښې راغلے او په مختصر وخت كښې مونږ د معاشي اهميت منصوبو ته پام لرنه كړې او نن د دې منصوبې دورې لپاره راغلے يم۔ وزيراعظم ووئيل په منصوبه كار كوونكې د چين كمپنۍ ذمه وارو او انجينئرز له باور وركوم چې دا منصوبه به ډېره زر په بشپړه توګه كار پېل كړي او نېشنل ګرېډ ته به 720 مېګاٶاټ برېښنا وركړي، ده ووئېل دا به ارزانه برېښنا وي او چې د سرمايه كارۍ حجم كم شي او قرضې وركړې شي نو د برېښنا بيعه به درې روپۍ يونټ شي، دې منصوبې سره به د ماحولياتي الودګۍ مسئله هم نه پېدا كېږي۔ ده د کمرشل آپريشن تر بشپړېدو څلور ټربائنونو څخه د 720 مېګاٶاټ فري برېښنا په وركولو د چين د كمپنۍ مننه كولو سره ووئيل دې سره به د څلور اربه روپو بچت وشي، هېواد دا مهال د يو يو ډالر بچ كولو ته اړتيا لري۔ ده ووئيل د کمرشل آپريشن تر بشپړېدو د وېړيا برېښنا وركولو په ماضي كښې مثال نه موندلے كېږي، كه سكرو او فرنس آئل سره د دې موازنه وكړې شي نو دا بچت 9 اربه روپۍ جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان او چين آئرن برادر دي، په دې منصوبه د چين د واكمنو مننه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له د قام په تقسيمولو او په دهرنو وخت ضائع كول پكار نه دي ٬ په ستمبر كال 2014 كښې د چين صدر پاکستان ته د راتګ په مهال پي ټي آئي دهرنا كړې وه چې په سبب ئې د چين د صدر دوره موخر شوې وه٬ وزيراعظم ووئېل مونږ د عمران خان منت كړے ٶ چې د چين د صدر دوره دې وشي نو د دې نه پس بيا پرلت اووهه خو ھغه دا ونه منل٬ كه دا منصوبه پېل شوې وه نو يو نيم كال وړاندې به بشپړه شوې وه۔ وزيراعظم ووئيل حالات ښه كولو لپاره ډېره خواري پكار ده٬ آئي اېم اېف سره مذاكرات روان دي، په اولس به اضافي بوجھ نه اچوٶ۔ وزيراعظم ووئيل چين سره به دوستي لا قوي كوٶ او د چين په اشتراك به د توان منصوبې لګوٶ۔ وزيراعظم ووئيل په کروټ هائيډرو پاور پلانټ كښې د اوبو استعمال كښې د چارجز په مد كښې به پاکستان او آزاد کشمير ته 1.2 اربه روپۍ كلن آمدن تر لاسه شي۔ وزيراعظم د پنجاب او آزاد کشمير واكمنو ته خواست وكړو چې د دې رقم لس فيصده كوم چې په كلنه توګه 12 كروړه روپۍ جورېږي راتلونكو 30 كالو لپاره د دې سيمې د اولس پرمختګ او خېرښګرې لپاره خرڅ كړئ چا چې دې منصوبې لپاره زمكه او قربانۍ وركړي۔ په دې موقع وفاقي وزيران احسن اقبال، خرم دستګير، د چين کمپنيو نمائندګان، انجينئرز او کارکنان هم موجود وو۔
کروټ هائيډرو پاور پلانټ مكمل كېدو سره به هېواد كښې د توان په كمي قابو موندلو له مرسته تر لاسه شي٬ پرلتونو معيشت ته ډېر زيان رسولے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د کروټ هائيډرو پاور پلانټ دورې په مهال ورکرز او د چين ميډيا ته خطاب
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ