اسلام آباد 01 اكتوبر(اے پی پی)د خارجه دفتر وياند محمد حفيظ وئېلي دي هند او د هند ايجنسۍ په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ سرپرستۍ لپاره د مني لانډرنګ او په مالي جرمونو كښې ككړې دي٬ايمنسټي انټرنېشنل په ضد كاروائۍ سره د نړۍ لويې جمهوريت په بشپړه توګه بې نقابه شوې۔د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال وياند د هند”د ګاونډيتوب فرسټ پالېسۍ”په اړه د پوښتنې ځواب وركولو سره ووئيل د داسې پالېسۍ كوم وجود نشته او دا يوه دوكه ده۔وياند ووئيل پھ حقيقت كښې د هند موجوده قيادت د چانكيه په فلسفه عمل كوي۔ده ووئيل د چنكيه فلسفې له مخې نزدې ګاونډي فطري دښمن دے ځكه چې هغه په سيمه او وسائلو نظر لري۔وياند ووئيل د هند د قيادت دا نظريه د هند د ټولو ګاونډيانو لپاره د تشويش وړ ده۔وياند د سيمه ايز امن او سلامتيا ښې ګټھ له د هند قيادت له مشوره وركړه چې هغه پخوانۍ نظريه پرېښودلو سره د دوهم لويې جنګ په مهال د نړۍ د تاريخ څخه زده كړه وكړي چرته چې نزدې ګاونډيانو هېوادونو د يوبل اقتصادي٬سماجي او امنيتي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړے۔وياند ووئيل اوس وخت راغلے چې نريندر مودي او د هغه ملګري سنجيده كار هم وكړي۔ده ووئيل د بي جے پي سركار كاروائۍ يو ځل بيا د هند حقيقي مخ نړۍ ته په ډاګه كړے۔وياند په 1992 كښې د تاريخي بابري مسجد د شهيدولو 32 مجرمانو د خوشې كولو هم غندنه وكړه۔پاكستان د نګور نوكاكارافباح پھ معامله د ارمينيا او آذربائيجان ترمينځه تاؤ تريخوالې او په امنيتي صورتحال د تشويش څرګندونې سره ووئيل د ارمينيا د اړخه پھ شهري آبادو بريدونه د غندنې وړ دي او پاكستان د خپل ورور هېواد آذربائيجان سره ولاړ دے۔سعودي عرب كښې د مېشته پاكستانيانو د اقامې پھ اړه وياند ووئيل مونږ دا معامله د سعودي عرب سره پورته كړی۔د سعودي حكومت دې خبرې ته سلا شوې چې د سعودي اقامه لرونكې اوس پھ اسلام آباد كښې د سعودي سفارتخانه كښې هم اقامه كښې توثيق كولې شي۔ د مقبوضه كشمير پھ اړھ وياند ووئيل د مقبوضه كشمير خصوصي حېثيت بدلولو يوه اړخيزه كاروائۍ 423 ورځې وشوې او ګڼ كشميريان اوس هم په غېر قانوني پوځي محاصره كښې دي۔ده ووئيل د ټولو ظلمونو باوجود به هند د كشميريانو غزائم كمزوري كولو او هغوي محكومولو كښې بريالې نه شي۔ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د خپلو ظلمونو څخه د نړۍ پام ګرځولو لپاره په لائن آف كنټرول تاؤ تريخوالې پیدا كوي
هند او د هند ايجنسۍ پاكستان كښې د ترهه ګرۍ سرپرستۍ لپاره د مني لانډرنګ او په مالي جرمونو كښې ككړې دي۔خارجه وزير وياند
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ