اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) اولسمشر ممنون حسېن وئيلي دي د آبادۍ په لحاظ د پاكستان غوندې لوي هېواد كښې وګړو ته طبي آسانۍ وركول اګر چه ګران كار دے خو د پاكستان حکومت وګړو له طبي آسانۍ وركولو له كوټلې ګامونه پورتهخ كړې دي د كومو په مرسته چې بې وزله كسانو له زياتې طبي آسانۍ وركول ممكنه شوې۔ اولس مشر دا خبرې رائل كالج آف فزنشنز اېډنبرا صدر پروفېسر ډرېك بېل سره وكړې چا چې د جمعې په ورځ د خپل پلاوي سره ايوان صدر كښې اولس مشر ممنون حسېن س??ه ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان ميډيكل كالجز او پوهنتونونو سره د رائل كالج اېډنبرا مرسته زياتول پكار دي دغسې چې د پاكستان د ډاكټرانو صلاحيتونه نور ښه شي۔ اولس مشر هيله ولرله چې د ډاكټر ډرېك بېل د پاكستان راتږ سره به پاكستان س??ه شريكه مرسته لا زياته شي او د پاكستان ډاكټرانو له به د نړۍ په اعلٰې ??دارو كښې د تربيې نورې موقعې ترلاسه شي ۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښې د ??ېن??ي پشمول په نوو خطرناكو رنځونو قابو موندلو په لړ كښې كاميابې هڅې شوې چې په نتيجه كښې ئې د پاكستان د طبي ادارو صلاحيت زيات شوې او پاكستاني ??دارې د دغه ډول چېلنجونو مخنيوي په معامله كښې د وړاندې نه زيات موثره شوې ۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښې په كم خرڅ وګړو ته د درملنې آسانۍ وركولو له يو شمېر اقدامات روان دي ٬ په دې لړ كښې د پنجاب واكمنو په زره پورې منصوبې جوړې كړې د كومو چې به ښې نتيجې رامخې ته شي۔ د رائل کالج آف فزیشنز اېډنبرا صدر پروفېسر ډریك په دې موقع ووئيل زمونږ اداره پاكستان س??ه د نوو ډاكټرانو د تربيې په لړ كښې په وړانديزونو غور كوي چې ډېر زره به ورله عملي شكل وركړې شي
د پاكستان حکومت وګړو ته طبي آسانۍ وركولو له كزټلې ګامونه پورته كړې
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن