اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي)د اط??اعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي مسلم لیګ (ن) به هېواد د قائداعظم پاكستان جوړوي چرته چې به د مسلك٬ مذهب ٬ ژوبې او په سيمه ايز بنياد تفريق نه وي٬ مونږ ټول يوه عقيده او ايمان لرونكي پاكستانيان يو٬ خېبرپښتونخوا كښې د پاكستان تحريك انصاف حكومت لخوا يوې مدرسې له 30 كروړه روپۍ وركولو په مخالفت عمران خان زما په ضد د مقدمې درج كولو خبره كړې۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ پنجاب هاٶس كښې د شيعه علماء كونسل آزاد كشمير لخوا د جولائي په 21مه نيټه په كېدونكو ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) مرستې اعلانولو په موقع كړې ۔په دې موقع د وزیراعظم د سياسي چارو سلاحكار ډاکټر آصف ??رم??ني ٬د شیعه علماء کونسل پاکستان لارښود علامه زاهد نقوي، حافظ کفایت نقوي، د مسلم لیګ (ن) لارښود پیر علي رضا بخاري، د اسلام آباد دوهم ميئر رفعت جاوېد، ذيشان نقوي، ارشد غازي او نور هم موجود وو۔ د دواړو ګوندونو ترمېنځه د تفاهم په يادښت هم لاسليك وشو چې پكښې د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هوارولو له آزاد كشمير كښې په حقيقي توګه بېس كمېپ جوړول٬ د كشمير پاليسي د كشميريانو مشرانو په مشاورت سره جوړول٬ پ?? اق??صادي لاره كښې آزاد كشمير شاملول ٬ د برېښنا په منصوبو كښې رياست ته رائلټي وركول او آزاد كشمير ته د لوډشېدنګ نه استثنٰې وركول شامل دي۔وفاقي وزير د شيعه علماء كونسل لخوا د مسلم ليګ (ن) په مرسته كولو مننه كولو سره ووئيل مسلم لیګ (ن) به خوږ هېواد د قائد پاكستان جوړوي چرته چې به د مسلك٬ مذهب ٬ ژوبه (لسانيت) او په سيمه ايز بنياد تفريق نه وي٬ مونږ ټول پاكستانيان يو او هم دا د قائد اعظم تعليمات وو او په دې پاكستان جوړ شوې ٶ٬ د مسلك په بنیاد ويش خو نه د قائداعظم او نه د علامہ اق??ال خوب وٶ٬ ده ووئېل مونږ له په ګډه پاكستان لپاره هڅې كول دي٬ زمونږ مذهبي اخترونه ٬غم او ښادي او عبادتونه شريك دي٬ پ?? طريقو كښې فرق كېدې شي خو ايمان ٬ عقيده او پاكستانيت يو لرو٬ د ټولو حقونه يو ډول دي٬ پ?? نمائندګۍ او چوكو يو برابر حق لرو خو دا د اهليت او قابليت په بنياد پكار دي
مسلم لیګ (ن) به هېواد د قائداعظم محمد علې جناح پاكستان جوړوي چرته به چې د مسلك٬ مذهب ٬ ژبې او سيمه ايز تفريق نه وي
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن