اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د پنجاب ګورنر لرې كولو په اړه د وزيراعظم اېډوائس مسترد كړے او وئېلې يې دي د پنجاب ګورنر د پاكستان صدر د منظورۍ نه بغېر نشي لرې كېدے۔د ګل په ورځ د ايوان صدر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي صدر مملكت وئېلي دي د آئين آرټيكل 101 د شق 3 له مخې به ګورنر د صدر مملكت تر خوښې په خپله چوكۍ قائم وي۔ده ووئيل په اوسني ګورنر نه خو د كومې بدانتظاميۍ تور شته او نه د كوم عدالت لخوا سزا شوے ۔اوسني ګورنر د آئين په ضد هم كوم كار نه دے كړے ځكه هغه نشي لرې كېدلے
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم