صوابي 03 مارچ (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د كورونا وبا په سبب په ټوله نړۍ كښې ګراني راغلې خو د سختو معاشي حالاتو باوجود موجوده حكومت تاريخي رېليف پېكج وركړے د كوم اثرات چې د عام كس په ژوند پريوځي ۔ده ووئيل آزاده خارجه پالېسي د موجوده حكومت لويې سفارتي كاميابي ده۔ده د دې خيالاتو څرګندونه په ګدون صوابۍ كښې د كروړونو روپو پرمختيائي پروژو پرانستې دستورې ته د خپلې وېنا په مهال وكړه۔ده ووئيل په تېر وخت كښې د ګډون پشمول ټوله صوابۍ نظرانداز كړې شوې وه خو په موجوده دور كښې د اربونو روپو پرمختيائي پروژې پیل كړی شوي په كومو به چې ډېر زر كار بشپړ كړے شي۔ده ووئيل ډېر زر به په ګډون كښې ډګري كالج او د ګدون سپورټس كمپليكس پرانسته وكړی شي او راتلونكې پرمختيائي بجټ كښې به ګډون لپاره نور 50 كروړه روپۍ زياتې بېلې كړې شي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په نړيوال فورم د اسلامو فوبيا په ضد غږ پورته كړے
د سختو معاشي حالاتو باوجود موجوده حكومت تاريخي رېليف پېكج وركړے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر