اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د اوبو او برېښنا وفاقي و??ير خواجه محمد آصف وئېلي دي ټولې صوبې به د اوبو په مسئلو قابو موندلو لپاره يو موټې كولې شي۔ده د جمعې پھ ورځ نېشنل اليكټرك پارو ريګوليټري اتهارټي ايكټ كښې بدلون او سېلاب څخه د بچ كېدو پروژې د جاج اخستو غونډې څخه وروستو مېډيا سره خبرې كولې۔ده ووئيل نېپرا ايكټ كښې بدلون او سېلاب څخه د بچ كېدو 10 كالنه ??روژې د واټر پالېسۍ مسئلو حل له لوئې پېشرفت دے۔ده ووئيل د صوبو تحفظات لرې كولو لپاره به يوه بله غونډه كولې شي۔ده ووئيل د شريكې ګټې كونسل سپارښتنې له مخې دا وړومبنۍ غونډه وه۔ده ووئيل د اوبو او برېښنا وزارت او نېپرا ترمينځه هېڅ اختلافات نشته۔پھ دې موقع د بلوچستان اعلٰی وزير ثناﺀ الله زهري ووئيل وفاق سره په ځينو معاملو سلا راغلې او هيله ده چې مثبت نتيجې به ئې رامخې ته شي۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی پروېز خټك ووئيل مونږ د خپلو تحفظاتو څخه وفاقي حكومت خبر كړے۔د دې څخه وړاندې د اوبو او برېښنا وفاقي و??ير خواجه محمد آصف په مشرۍ كښې د شريكې ګټې كونسل پريكړی په رڼا كښې د صوبائي حكومتونو غونډه وشوه۔غونډه كښې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان وزيراعلٰی سره پنجاب٬سندھ او د بلوچستان چيف سېكترانو هم ګډون كولو۔غونډه كښې پھ دې خبره سلا راغله چې د برېښنا د نظام فعاليت او پائيدارۍ باوري كولو لپاره نېپرا قانون كښې بدلون كولې شي دغسې چې هېواد كښې د انرجي سېكورټي صورتحال ښه شي۔د وفاق او صوبائي حكومتونو استازو د نېپرا ساخت او انتظامي اختيارات لپاره په ګامونو پورته كولو هم سلا راغله
ټولې صوبې به د اوبو مسئلې لرې كولو په حقله يو موټې كولې شي
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز