اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان وئيلي دي چې د پلاسټك الودګې په نتي??ه كښې زمكه او سمندر زهرجن كېدو سره سمندري حيات سره سره په انساني روغتيا هم بد آغېز كېږي٬ زمونږ ژوند حياتياتي تنوع٬ بېلا بېل ډول زنده سرو او اېكو سسټم سره تړون لري۔ د زمكې نړيوالې ورځې په موقع په خپل يو پېغام كښې وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان ووئيل چې د الودګې زياتېدو په نتي??ه كښې بېلا بېل ډول زنده سري او اېكو سسټم هم له مېنځه روان دے او ??ونږ په لويه پېمانه د ماحول ښه كوونكو څيزونو نه محروم كېږو۔ ده ووئيل چې د ??رم??تيائي كارونو په نتي??ه كښې په ځنګلاتو٬ د اوبو په لارو او د كبانو په سټاكس كښې هم كمې راغلې او زمونږ په زمكه تودوخه مخ په زياتېدو ده او د دې په نتي??ه كښې په خپله زمونږ بقا ته خط?? ورپېښ دے۔ د يادونې وړ ده چې د زمكې نړيواله ورځ هر كال د اپرېل په 22مه نېټه لمانځلې شي۔ سږ كال د دې ورځې موضوع د پلاسټك الودګې خاتمه ده۔
د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان د زمكې نړيوالې ورځې په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی