اسلام آباد 30 جون (اے پی پی)پاكستان وئېلي دي د هند سره د دوه اړخيزه مسائلو هواري له خبرو اترو ته چمتو يو۔دا خبره د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا د زيارت په ورځ خارجه دفتر كښې د اوونيز بريفنګ په مهال وكړه۔وياند ووئيل مونږ خبرو اترو كولو ته چمتو يو خو چې كله هند هم دغسې كولو ته چمتو شي۔وياند ووئيل پاكستان د هند سره د مسائلو هواري له خبرې اترې عمر له غوره لار ګڼړلې او مونږ پخوا دغسې ګڼ ګامونه پورته كړي۔د هندي وزيراعظم نريندرمودي تېر بيان په ځواب وياند ووئيل د پاكستان د سول او عسكري مشرتابه ترمينځه هېڅ تقسيم نه شي پېدا كېدې ځكه چې مونږ د جمهوري عمل لپاره عزم لرو كله چې ده ته د نريندرمودي په دغه بيان د تبصرې لپاره ووئيل شول كوم كښې چې هغه وئېلي وو دا پريكړه ګرانه ده چې په پاكستان كښې د امن عمل لپاره د چا سره خبرې وكړو د جمهوري حك??مت او كه نه د نورو ادارو سره ؟ نو د دې په ځواب وياند ووئيل وس??ه وال ځواكونه پاكستان كښې د جمهوري عمل مرستې له عزم لري۔وياند ووئيل د پاكستان اولس د هېواد لپاره په خدماتو او قربانيو په وس??ه ځواكونو وياړ لري۔ده ووئيل د هند سره په اولسي كچ روابط قوي كول مهم دي د كومو لپاره چې دواړو خوا هڅې شوي۔ده ووئيل پاكستان د هند سره د مذهبي سېلګرۍ ودې لپاره او د هندوانو او سيكانو پاكستان ته د خپلو مقدسو ځايونو زيارت كولو راتګ لپاره ډاډګيرنه كړی۔د افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو په اړه وياند ووئيل پاكستان د هغوي د استوګنې موده تر 31 دسمبر 2016 پراخه كړې۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د افغان كډوالو په عزت سره ستنېدو او تر افغان ټولنې سره يو والي له د هغوي هر ممكنه معاونت كولو له په زړه پورې وړاندېز كړې۔ده ووئيل دا وخت پاكستان كښې د 30 لكه نه زيات افغانان مېشته دي چې پكښې د نيمې نه زيات حك??مت سره رجسټرډ دي۔نفيس ذكريا ووئيل پاكستان افغان دولت او يو اېن اېچ سي آر سره د كډوالو ستنېدو له كوټلي خبرې كول غواړي۔ده ووئيل پاكستان افغانستان كښې د پوخ امن لپاره د سهولت په توګه خپل كردار ترسره كولو له پھ زړه پورې عزم لري
د هند سره د دوه اړخيزه مسائلو هواري له خبرو اترو ته چمتو يو۔خارجه دفتر
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے