اسلام آباد۔20اکتوبر(اے پی پی) د مواصلات او پوستل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د محمد عربی ﷺپاك سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دے به كوم چې مونږ د دنيا او آخرت كاميابي ترلاسه كولې شوو٬ د وزيراعظم عمران خان د مدينې رياست تصور د هغه حضور اكرم ﷺ سره د زياتې مينې او عقيدت عكاسي كوي۔ د ميلاد النبي ﷺپه موقع خپل يو پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل په مونږ دا لازمي ده چې مونږ اتفاق او اتحاد خپل نصب العېن وګرځوواو د نبي اكرم ﷺپه تعليماتپه سختۍ سره عمل وكړؤ او د امن او ورورولۍ مشال بل كړو ۔ دا خبره دې ښكاره وي د وفاقي وزير مراد سعيد په خصوصي هدايت د نېشنل هائی وے اتھارټی په هېډ كوارټر كښې درې ورځنے محفل د ميلاد النبي ﷺوكړے شو۔ د 12 ربيع الاول په موقع د اېن اېچ اے هېډكوارټر په آډېټوريم كښې يوه وقاره لرونكې دستوره وشوه د كومې مشري چې د اېن اېچ اے چيئرمېن كېپټن (ر) محمد خرم آغا وكړه۔ دستوره كښې د اېن اېچ اے ټولو غړو او جنرل منېجرانو په شمول نورو چارواكو او كارمندانو ګډون وكړو۔ د درود او سلام په دې محفل كښې لنګر هم وركړے شو۔
د محمد عربیﷺ پاك سيرت د لارې مشال دےپه كوم چې مونږ د دنيا او آخرت كاميابي ترلاسه كولې شوو۔ د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena