اسلام آباد۔25مئی(اے پی پی) پاكستان افريقائې هېوادونو سره د مرستې په ټولو څانګو كښې د قوي همكارۍ په اړهه د لوظ پخلي كولو سره امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ له د افريقې هېوادونو د هيلو تر مخه د مرستې عزم ښكاره كړے ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې پاکستان د “افریقه ډے 2021” په موقعه افريقي ائتلاف ته به 58م سالګره مباركي وركړې ۔ د افريقې ائتلاف په كال 1963 كښې جوړ كړے شوے ؤ۔ پاکستان افريقې سره د ملګرتيا اړيكو يو اوږد تاريخ لري۔ افريقه كښې امن په راوستو او د سلامتيا هڅو له پاكستان مستقل كردار ترسره كوي۔ د كال 1960 لسيزې نه د ملګرو ملتونو امن مشن كښې پاكستاني بليو هېلمټ براعظم كښې امن له په روانو هڅو كښې بوخت دي۔ زمونږ يو شمېر امن عسكرو د افريقې اولس ژوند بچ كولو او د افريقې مقاصدو ته وده وركولو له د خپلو سرونو قرباني وركړې ۔ وياند ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښی پاكستان افريقې سره خپله همكاري لا قوي كولو له سفر پېل كړے ۔ په دې لړ كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د “انګېج افریقه” اقدام مقصد براعظم۔افریقه سره سياسي او سفارتي رابطې مستحكمول ،دوه اړخيزه تجارت او معاشي تړون لا زياتول او دې ته پراختيا وركولو سره په كلتوري او اولسي كچه تګ راتګ زياتول دي۔
د پاكستان افريقائې هېوادونو سره د قوي همكارۍ لپاره د لوظ پخلے
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت