اسلام آباد۔4اګست (اے پی پی) د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي يونائيټډ بېنك لمېټډ ته فراډ ځپلي صارف له رقم سره د منافعې بېرته وركولو امر كړے دے۔ صدر مملکت د یو بی اېل لخوا د بېنكنګ محتسب پرېكړې په ضد خواست مسترد كولو سره په خپله پرېكړه ك??ې هدايت وكړو ??ې ټول بنېكونه دې د آن لائن فراډ مخنيوي له نظام ??خه خامۍ لرې كړي او صارفين دې د ډیجیټل بېنکنګ په اړه خبر كړې شي٬ د ډیجیټل بینکنګ فعاله كولو څخه وړاندې دې صارفينو ته د آن لائن فنډز منتقلۍ آسانيو او زيان پ?? اړه تعليم وركړي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لمخې عبدالرؤف (شکایت كوؤنكي ) د بېنك هېلپ لائن لمبر سره په مشابهت لرونكي فون نمبر كال پورته ك??و په كوم چې كالر ځان دبېنك د نمائنده په توګه وښودلو او صارف څخه يۍ د اكاؤنټ تفصيلات وغوښتل۔ د صارف اكاؤنټ څخه 79500 روپۍ آن لائن ټرانسپر كړې شوې۔ صارف بېنك ته رجوع وكړه خو ريليف يۍ ترلاسه نه ك??و۔ صارف دا معامله بېنكنګ محتسب ته يوړه ٬ هغه د ده په حق كښې احكامات جاري كړل۔ بېنك د بېنكنګ محتسب د پرېكړې په ضد صدر ته اپيل وكړو كوم چې صدر مسترد كړو۔ صدر ووئيل بېنک بايد خپل نظام غوره جوړ كړي۔ صدر په خپله پرېكړه ك??ې ووئيل چې بېنك دې د اكاؤنټس پرانستلو په وخت صارفينو ته معلومات وركړي۔ صدر ووئيل بېنك دې په 30 ورځو كښې دننه صارف ته 79500 روپۍ وركړي
د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي يونائيټډ بېنك لمېټډ ته فراډ ځپلي صارف له رقم سره د منافعې بېرته وركولو امر
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی