اسلام آباد23جون (اے پي پي)پاکستان كښې د ترکيه سفير احسان مصطفييرداکل د پاكستان او تركيه ترمېنځه د شريكې مرستې لا مستحكمولو اهميت رامخې ته كولو سره وئيلي دي تركيه پاكستان سره خپلو شريكو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ د پاکستان او ترکيه ترمېنځه د ميډيا پشمول د ژوند په هره څانګه كښې مرسته موجود ده۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د قامي خبر رسنې ادارې ايسوسي اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پي پي) اردو نيوز سروس اپ ګرېډېشن منصوبې پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ٬ په دې موقع د تركيه سفير د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره په ربن پرې كولو د اے پي پي اردو سروس د اپ ګرېډېشن منصوبې پرانسته وكړه كومې لپاره چې د تركيه د مرستې او شريكو روابطو ادارې (تيکا) معاونت كړے ۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټريشاهيره شاهد، پرنسل انفارميشن آفيسر مبشر حسن او د اطلاعات وزارت او د اے پي پيمنېجنګ ډائرېكټر اختر منير پشمول اعلٰې چارواكي هم په موجود وو۔ د تركيه سفير ووئيل د تيكا په مرسته د اے پي پي اردو سروس اپ ګرېډېسن او ډيجيټلائزيشن پرانسستې دستوره كښې ګډون زما لپاره د درناوي خبره ده۔ ده ووئيل ميډيا ډېره د اهميت وړ څانګه ده٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ميډيا پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته او همكاري روانه ده، ګرده نړۍ كښې ميډيا نوو رجحاناتو او ټېكنالوجيز سره بلدېږي او دا يو داسې قدم دے كوم چې به اے پي پي په جديد خطوط استوارولو له مرستياله وګرځي٬ ده ووئېل هيله لرو چې دې سره به اے پي پي ته ګټه ورسي۔ ده د اے پي پي انتظاميې او د تيكا هم مننه وكړه ۔ په دې موقع د اے پي پي منېجنګ ډائرېكټر اختر منير د تركيه سفير د قامي خبر رسنې ادارې د چارو پحقله خبر كړو او د اردو سروس په ښكلا او دې لپاره د پېشه وره جديد آلات په وركړھئې د سفير مننه وكړه۔اېم ډي اے پي پي په دې موقع ووئيل د تيكا لخوا مرستې سره اردو سروس ته خپل نيوز آپرېشن او وظيفائي خدمات په ښه ډول ترسره كولو له معاونت سره سره د كار كولو ښه ماحول ترلاسه شوے ٬هائيټېك ورك سټيشنز، لوکل ايريا نيټ ورکنګ، جديد سرور او نور سامان وركړې او د انفراسټرکچر بهترۍ سره به اداره د هم عصر ميډيا سره د زيات مسابقانه كردار د لوبولو جوګه شي ٬په دې مهال د تيکا کنټري کوآرډينيټر محسن بالجي دا مرسته د تركيه اولس لخوا يوه ډالۍ ګرځولو سره ووئيل دې سره به د پاك تركيه د وروررولۍ رشتې لا قوي شي۔ د دې نه وړاندې د اے پي پي هېډكوارټرز ته په راتګ اېم ډي اے پي پي اختر منير، اېګزيکټو ډائريکټرې عديله رباب کاظمي، اېګزيکټو ډائريکټر نيوز محمد حنيف صابر، د اے پي پي اردو سروس ډائريکټر عبدالجبار زکريا، ډائريکټر ډيجيټل نيوز شفيق احمد قرېشي، ډائريکټرآئيټي غواث خان ، ډائريکټر كاشف رضوي ٬ ايډمن ډائرېكټر عدنان ګھمن او نورو چارواكو د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ٬ د تركيه د سفير او د تيكا د چارواكو تود هركلے وكړو
د پاکستان او ترکيه ترمېنځه د ميډيا پشمول د ژوند په هره څانګه كښې مرسته موجود ده۔ د تركيه سفير د اے پي پي اردو سروس اپ ګرېډېسن دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ