اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د آئي اېم اېف سټېنډ بائي اېګريمنټ سره به د هېواد په معاشي استحكام كښې مرسته وشي٬ لاس په دعا يو چې دا آئي اېم اېف سره ??خر?? پروګرام وي۔ خپل ټويټ كښې ده ووئيل زما د پرېس كنفرنس بنيادي دليل دا ?? چې د آئي اېم اېف سټينډ بائي ايګريمنټ ته ارتيا وه دې سره به هېواد له معاشي استحكام په ترلاسه كولو كښې مرسته وشي٬ خو قامونه په قرضو نه جوړېږي٬ زه دعا كوم چې دا نوې پروګرام ??خر?? وي۔ ده ووئيل زه د خپلو دوستانو او شراكتدار لكه چين، سعودي عرب، متحده عرب امارات او اسلامک ډوېلپمنټ فنډ خاص مننه كوم چا چې د لويو معاشي چېلنجونو په وخت د پاكستان ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل د يو بشپړه حكومتي نقطه نظر له مخې مونږ د اقتصادي بحالۍ منصوبه وضع كړې ده٬ په دې منصوبه كښې زراعت، کان کني او م??دن??ات، دفاعي پيداوار او انفارميشن ټ??کن??لوجي كښې به مونږ ستراتېژك صلاحيت څخه استفاده كولو ته پام ګرځوٶ٬ دا منصوبه به د اربو ډالرو سرمايه كار رواړي٬ او 40 لكه كسانو له به د روزګار موقعې پېدا كړي۔ وزيراعظم ووئيل دا يو زړه ستړے سفر كېدې شو خو لكه څنګه چې يو متل دې كله چې سفر سخت وي نو تاسو له سختې فېصلے كول وي۔
د آئي اېم اېف سټېنډ بائي اېګريمنټ سره به د هېواد په معاشي استحكام كښې مرسته وشي۔ وزيراعظم شهباز شريف
Spicy Awards Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ














