اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي چې مونږ د بصيرت ٬ مشاهدې او د عقل كارولو د لارې خپل له لاسه وتلې مقام بېرته ترلاسه كړے٬ بيت الحكمه به يوه داسې اداره جوړېږي چرته به چې عصري٬سائنسي او د تكنيكي علومو قامي ژبو كښې ترجمه كو??ې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ نمل پوهنتون كښې د بېت الحكمه د بنياد تيګه اېښودلو دستورې ته په خپله وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير وئيل چې مونږ د بصيرت ٬ مشاهدې او د عقل كارولو د لارې خپل له لاسه وتلې مقام بېرته ترلاسه كړے٬ بېت الحكمه به يوه داسې اداره جوړېږي چرته به چې د عصري سائنسي او د تكنيكي علومو قامي ژبو كښې ترجمه كو??ې شي٬ مونږ د يو كال په لنډه موده كښې د پاك پروردګار په فضل معيشت تباهۍ ته رسېدو څخه ساتلے دے۔ ده د بيت الحكمه انسټي ټيوټ په اهميت زور راوړولو سره ووئيل چې دا د پاكستان او اسلامي نړۍ ضرورت پوره كولو لپاره د يوې منصوبې مهمه برخه ده۔ده د يوې پېښې مثال وړاندې كړو٬په سويډن كښې د قرآن پاك بې حرمتي شوې او په دې خبره يې رڼا واچوله چې په ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو د مقدسې عقيدې بې حرمتۍ دا ډول پېښې باقاعدګۍ سره رامخې ته كېږي۔وفاقي وزير په علم او د فكري قيادت په اهميت زور راوړو ??وم چې اسلامي كميونټي ته په پیښو چېلنجونو قابو موندلو لپاره ضرورې دې۔ده په ګوته كړه چې نن مسلمانان د ??وم زوال او بدحالۍ سره مخ دي٬د دې وجه د علماﺀ كرامو ي?? مذهبي ادارو كمې نه دې٬بلكې د سائنسمدارو او د محقيقينو كمې دې ??وم چې ټولنه مخ په وړاندې بوتل??ې شي۔ده په نړۍ كښې دننه په علمي ديواليه پن د تشويش څرګندونه وكړه او د اسلامي تهذيب عظمت بيا ترلاسه كولو لپاره يې د تعليم او اختراع سرمايه كارۍ په حاجت رڼا واچوله۔وفاقي وزير نېشنل يونيورسټي آف ټېكنالوجي كښې دستورې ته په وينا كښې ووئيل چې مونږ سي پیك بحال كړې٬په شپږو مياشتو كښې د ګوادر د اوبو مسئله حل شوې٬په لسو مياشتو كښې د ايران څخه د برېښنا د ترسيل منصوبه بشپړ شوې۔
مونږ د يو كال په لنډه موده كښې معيشت تباهۍ سره مخ كېدو څخه ساتلے۔ پروفيسر احسن اقبال
Marmot Harvest Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ














