اسلام آباد۔07ستمبر (اے پی پی)د قامي روغتيا لنډ مهاله وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئېلي دي چې سعودي عر??ستان سره د پاكستان جذباتي تړون او د بې كچه مينې اعتراف كوم او دې ته د قدر په سترګه ګورو٬پاكستان د نړۍ وړومبې يوازينې هېواد دے كوم چې ګلوبل هېلت سكيورټي سمټ كوي٬د فارما انډسټري ايكسپورټ زياتولو لپاره مربوط حكمت عملي جوړه كړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د روغتيا څانګې پشمول په دوه اړخيزه مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې سعودي سفير د روغتيا وزارت په منصب سنبهالولو وفاقي وزير ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل د ګلوبل هېلت ايكسپرټ تعينات كېدل يو ښه پیغام دے٬ ستاسو كاميابۍ لپاره لاس په دعا يؤ۔ ده ووئيل چې د پاكست??ن مېډيكل څانګې څخه به سعودي عر?? هم استفاده وكړي۔ په دې موقع ډاكټر نديم جان ووئيل چې سعودي عر??ستان سره د پاكستان جذباتي تړون او د بې كچه مينې اعتراف كوم او دې ته د قدر په سترګه ګورؤ٬ د پاكستان او سعودي عر??ستان ترمينځه د تاريخي او مذهبي ورورولۍ اړيكې د??٬په هر سخت وخت كښې سعودي عر??ستان د پاكست??ن ملګرتيا كړې٬پاكستان سعودي اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے او وي به۔ دواړه يو بل سره زياته مينه لري۔
وفاقي وزير ډاكټر نديم جان سره سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي وليدل٬ د روغتيا څانګه كښې په مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه
Table game entertainment platform official website
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ














