نیویارک۔29 جنوری(اے پی پی) پاكستان په نيويارك كښې’’بېسټ ان شو ‘??ان??رنېشنل ټورازم ډوېلپمنټ ایوارډ ترلاسه كړے۔ په نيويارك كښې شوې ټرېول اېنډ اېډونچر شو كښې د پاکستان پوېلین ته ’’بېسټ ان شو‘‘ انټرنېشنل ټورازم ډوېلپمنټ ایوارډ وركړے شو۔ په دې موقع امريكا كښې د پاكست??ن سفير مسعود خ??ن خپلو خبرو كښې ووئيل دا خبر زمونږ لپاره د وياړ وړ دے چې پاکست??ني پویلین ته ’’بېسټ ان شو ‘??ان??رنېشنل ټورازم ډوېلپمنټ ایوارډ وركړے شو۔ پاکست??ني سفیر مسعود خ??ن خبريالانو ته ووئيل ټرېول اېنډ اېډونچر شو يوه په زړه پورې شو ده او دلته يو شمېر هېوادونه او ټور آپرېټرز موجود دي۔ ده ووئيل نړۍ د پاكستان په ټورزم ماركيټ كښې په خاص توګه اېډونچر او اېكو ټورازم كښې ژوره خوښي لري۔ سېلګرۍ ته د ودې وركولو په لړ كښې په 27 او 28 جنورۍ نيويارك كښې شوې د اعلی كچ دې ايونټ كښې ګردې نړۍ څخه 550 څخه زياتو ټور كمپنيو ٬ كروز لائنز او د سېلګرۍ څانګې سره اړوندو وګړو ګډون كولو۔ په دې شو كښې نزدي 190 هېوادونو برخه اغسته۔ د پاكست??ني پوېلین پرانسته په امريكا كښې د پاكست??ن سفير كړې وه۔ په دې موقع د ګلګت بلتستان د سېلګرۍ وزير غلام محمد، ٬ پخوانے وزير راجه ناصر علي خان او په نيويارك كښې د پاكستان قونصل جنرل عامر احمد اتوزئي هم موجود وو۔
پاكستان په نيويارك كښې’’بيسټ ان شو ‘‘انټرنيشنل ټورازم ډويلپمنټ ایوارډ ترلاسه كړو
Yehu Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará














