اسلا?? آباد۔21جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي غير روايتي برآمداتو ته وده و??كو??و له به ټولې ضروري آسانۍ وړاندې كول باوري كوؤ٬ صنعت کارو او سوداګرو ته د سېلز ټېكس ريفنډ په وخت ادا كول باوري كولو كښې به كوم كمې زغملې نه شي٬ د هېواد نوموړو برآمد كنندګانو صنعتونو لپاره د برېښنا په نرخ كښې د كمي حوالې سره وزيراعظم او د پاكستان حكومت ته خراج تحسين وړاندې كولو سره په حكومتي معاشي پالې??يو د بشپړه باور څرګندونه كړې او حكومت ته يۍ د هرې ممكنه مرستې باور وركړے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د هېواد نوموړو برآمد كنندګانو پلاوي پ?? وزيراعظم هاؤس كښی ملاقات وكړو۔ د برآمد کنندګان پلاوي صنعتونو لپاره د برېښنا په نرخ كښې د كمي حوالې سره وزيراعظم او حكومت ته زبردست خراج تحسين وړاندې كولو سر دا صنعتي او برآمدي څانګې له د يخې هوا يو چپه وګرځوله۔ پلاوي پ?? حكومتي معاشي پالې??يو د بشپړه باور څرګندونه كولو سره حكومت سره د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ د پلاوي وېنا وه چې د هېود خزوانې ته زيان رسوؤنكو او ټېكس غلا كوؤنكو ته سزا و??كو??و كښې حكومت سره يؤ۔ پلاوي سره خبرو كښې وزيراعظم ووئيل برآمدات د هېواد د معيشت د ملا تير حېثيت لري۔ ده ووئيل هېواد به هله پرمختګ كوي كله چې برآمدي څانګه تندۍ سره مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل برآمد کنندګان د احترام وړ دي د هېواد په پرمختګ كښې دوئي مهم كردار ترسره كوي۔وزيراعظم د برآمد كنندګانو ټولې مسئلې فوري حل كولو حوالې سره وفاقي وزيرانو ته پلاوي سره د مشاورت كولو هدايت وكړو۔ په ملاقات كښې د خزانې وفاقي وزير اورنګزیب ، د پټروليم وفاقی وزیر مصدق ملک ، د پاور وفاقی وزیر اویس احمد خان لغاری ، د خزانې وزير مملکت علی پرویز ملک ، د آئي ټي وزیر مملکت شزا فاطمه، سلمان احمد او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔
غير روايتي برآمداتو ته وده وركولو له به ټولې ضروري آسانۍ وړاندې كول باوري كوؤ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د هيواد نوموړو برآمد كنندګانو پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
Virtual Reality Lottery Honest Entertainment APP
APP27-210624
ISLAMABAD: June 21- A delegation of leading exporters of Pakistan calls on Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif. APP/ABB
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث