اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د بيلاروس صدر به وزيراعظم شهباز شريف سره د تفاهم په يو شمېر ياښتونو (اېم او يوز) لاسليك لپاره په اكتوبر كښې د پاكستان دوره كوي۔ د تجارت وزارت اعلاميه له مخې دا اعلان د بيلاروس د خارجه چارو فرسټ ډپټي منسټر سرګئۍ لوکاشيوچ د تجارت وفاقي وزير جام کما?? خان سره د ملاقات په مهال وكړو۔ د ملاقات په مهال پاكستان كښې د بېلاروس سفير آندرے ميټيليسا، د تجارت سيکرټري احسن علي منګي او نورو چارواكو سره سره سفارتكار هم موجود وو۔ لوکاشیوچ د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو زياتولو لپاره د ستمبر په نيمه كښې د مشتركه تجارتي كمېشن د غونډې هم اعلان وكړو٬جام کما?? خان د ټریکټر می??وف??کچرنګ او په زرعي مشینرۍ كښئ د بېلاروس د پرمختګ ستائنه وكړه۔ ده د هېواد او په نړيواله كچه د كاروباري ورورولۍ باور پېدا كولو لپاره د وزیراعظم شهباز شریف نوے انداز رامخې ته كړو۔ لوکاشیوچ ووئيل په جولائي كښې به 35 پاكستاني سوداګر خوراك او د زراعت نندارتون لپاره د بېلاروس دوره كوي۔ وفاقی وزیر د سروس ټائر کمپنۍ چین څخه پا??ست??ن ته ?? منتقل كېدو حواله وركولو سره په پاكستان كښې د سرمايه كارو راغب كولو په موقعو زور رواړو٬ ده د ماليزيا او خلیجي هېوادونو لخوا پرله پسې د پا??ست??ن حلال جیلیټن او د غوښې په صنعتونو كښې د خوښې زكر هم وكړو۔ وفاقي وزير جام کمال ووئيل د چين اي وېز (الېكټرك ګاډي) جوړونكې كمپني ځائي پاور کمپنۍ سره د مشتركه منصوبې د لارې د پا??ست??ن په مارکیټ كښې داخلېږي٬ ده پاكستان كښې په سرمايه كارۍ كښې د موبائل فون می??وف??کچررز او د فوډ انډسټریز د زياتې شوې خوښۍ هم ذكر وكړو۔ د يادونې وړ ده دا ملاقات د پا??ست??ن او بیلاروس ترمېنځه داقتصادی اړيكو قوي كولو پلو يو مهم ګام دے ٬ دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې د نتيجې وړ مرستې له خوښي لري۔
د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د بيلاروس د خارجه چارو فرسټ ډپټي منسټر وليدل
Treasure Tree Credibility Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی