اسلام آباد۔11جنوری(اے پی پی) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمن و??يل?? دي چي ?? عمران خان د پاكستان ٬ افغانستان خارجه چارو او ترهګرۍ سره اړوند بيان د غندنې وړ دے٬ د پخواني وزيراعظم په توګه عمران خان د پاكستان نه بلكې د بل چا ترجماني كوي۔ د شورؤ په ورځ په خپل ټويټ كښې دې ووئيل عمران خان د منطقې له امنيت څخه دومره خبر دې څومره چې ده ته د المان او جاپان جغرافيه معلومه ده ٬ د چا په دور كښې چې پاكستان په خارجه كچه يوازوالي سره مخ شو هغه نن خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ته د خارجه چارو په اړه مشورې وركوي۔ دې ووئيل د خارجه وزير د 8 مياشتو سفارتي كاميابو ?? عمران خان د څلور كالو سفارتي تنهايۍ سره هېڅ موازنه نه كېږي٬ ده خو هېواد سفارتي دلدل ته ټېله كړې وو۔ و??اقی وزیرې ووئيل عمران خان د پاكستان د مېړني پوليس هم زړه ازار كړې دې ٬ زمونږ پوليس او قانون نافذ كوؤنكې نورې ادارې د ترهګرو په ضد په اولني صف كښې ولاړې دي۔ دې ووئيل پوليس زمونږ د دفاع اولنې صف دے۔ دې ووئيل افسوس په دې خبره دې چې عمران خان د پوليس ډاډګيرنې كولو په ځائې د هغوي حوصلې ماتوي۔
د عمران خان د پاكستان ٬ افغانستان خارجه چارو او ترهګرۍ سره اړوند بيان د غندنې وړ دے٬ شېري رحمن
                      Download the Midas into Gold APP
            
            
                    
                       مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
                    
                  













