اسلام آباد۔25جنوری(اے پی پی) د پاكستان د قامي سلامتيا ادارو لويه كاميابي تر لاسه كرې او د هند د يو بل فالس فلېګ آپرېشن منصوبه ئې په ډاګه كړې ٬ د هند د جمهوريت ورځې په موقع په مقبوضه كشمير كښې د كاروايۍ ډ??ام?? د لائن آف كنټرول په پونچھ سېكټر كښې جوړه كړې شوې وه٬ د پاكستان استخباراتي ادارې د هند منصوبې د درېو كردارونو درك هم لګولے ۔ د هند 93 انفېنټری برېګېډ ایجنټ بشیر او دوه ملګري عالم، اسلم د فالس فلېګ آپرېشن مركزي كردار دے۔ د امنيتي ذريعو له مخې د پاكستان استخبارتي ادارو لويه كاميابي ده چې د مودي سركار د نوې ډرامې ټول سكرپټ يۍ ترلاسه كړے۔ د هند د جمهوريت ورځې په موقع په مقبوضه كشمير كښی د هند لخوا د كاروايۍ ډ??ام?? تياره كړې شوې وه۔ د منصوبې له مخې مسټر بشير به د ځيني ځايي كسانو كارولو سره جشكو??ل ٬ آزاد كشمير اړخ ??خه د بم يا آئي ډييز نصب كولو سره مقبوضه كشمير ته د ننوتلو هڅه كوي۔ كوم جومات ته نزدې د دې كاروايۍ ناكامه كول به ښودلې شي۔ د منصوبې له مخې هندي پوځ او پوليس به جعلي برآمدګي هم رامخې ته كړي۔ ډی اېس پی پریشنا د دې فالس فلېګ آپرېشن نګراني كوي۔ په منصوبه كښې د 93 برېګېډ ډوګرا رجمنټ ډږۍ د چمتو ساتلو سره جعلي رېكوري ښودل دي۔ د فالس فلېګ آپرېشن مقصد په مقبوضه كشمير كښې د كارروايۍ تور لګولو سره په نړۍ كښې پراپېګنډا كول دي۔ د پاكستان استخباراتي ادارو دا منصوبه د وړاندې نه په ډاګه كولو سره مودي سركار ته سخت زيان رسولے دے۔
د پاكستان د قامي سلامتيا ادارو لويه كاميابي ٬ د هند د يو بل فالس فلېګ آپرېشن منصوبه په ډاګه كړې شوه ٬ امنيتي ذريعې
                      Gem Salvation APP download URL
            
            
                    
                       مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
                    
                  













