اسلام آباد 03 ??پر??ل (اے پي پي) پخواني صدر او د پاکستان پیپلز پارټي پارلیمنټیرینز صدر آصف علی زرداری وئيلي دي پاکستان او د 1973 آئین د شهید ذوالفقار علی بھټو امانت دے،مونږ به د پاکستان سلامتیا او د آئین په خاطر د كومي هم قربانۍ څخه ډډه نه كوو۔ د پاکستان پیپلز پارټي مؤسس چیئرمېن قائد عوام ذ??الفقار علی بھټو شهید د شهادت ورځ په موقع په ??پل پیغام كښې آصف علی زرداری ووئيل قائد عوام ذ??الفقار علی بھټو شهید له وركړے شوي پھانسی تاریخ عدالتي قتل ګرځولې دغسې په دې اړه سپریم کورټ كښې صدارتی ریفرنس د تيرو لسو كلونو راهسې د سماعت منتظر دے ، د افسوس وړ خبره دا ده چې د لسو كلونو تيريدو باوجود سپریم کورټ تر اوسه خپلي رائے نه دې وركړي۔پخواني صدر ووئيل قائد عوام ذ??الفقار علی بھټو شهید په جسمانی توګه قتل كړے شوے خو هغه نن هم د كروړونو انسانانو په زړونو كښې ژوندے دے۔ پخواني صدر ووئيل 27 دسمبر 2007 پېښي نه پس هېواد د خطرناك صورتحال ښكار شوے ؤ نو د قائد عوام سپاهی دا امانت وساتلو
پاکستان او د 1973 آئین د شهید ذوالفقار علی بھټو امانت دے ،د پخواني صدر آصف علی زرداری د ذوالفقار علی بھټو د شهادت ورځ په موقع پیغام
                      Wild Bandit APP download link
            
            
                    
                       مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
                    
                  













