اسلام آباد۔6 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف وئيلي دي چې د پي ټي آئي تېر حكومت لپاره د رياستونو ترمينځه اړيكو په شمول هر يو څيز يوه لوبه ټوقه وه٬ د پي ټي آئي لخوا د شنګھائي مرستې تنظيم غونډه كښې د پاكستان ګډون متنازعه جوړولو هڅه تكليف رسوؤنكي ده٬ ب??اهم په دې د حېرانه كېدو هېڅ خبره نشته٬ كله ??ې هغوي په اقتدار كښې وو نو هم دا يۍ كړې وو۔ د خالي په ورځ د هند ګوا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې د پاكستان په ګډون د پي ټي آئي د مشرتابه لخوا د تنازعې رامخې ته كولو په هڅه خپل سخت غبرګون ښودلو سره وزيراعظم په خپل ټويټ كښې ووئيل دا ډېره خفه كوؤنكې خبره ده چې پي ټي آئي په كنفرنس كښې د پاكستان په ګډون كولو د يوې تنازعې رامخې ته كولو هڅه وكړه۔ وزیر اعظم ووئيل په دې خبره بايد څوك حېرانه نه شي ولې چې عمران نيازي په تېر وخت كښې هم د هېواد د مهمې خارجه پالېسۍ ګ??و ته زيان رسولو كښې هېڅ شرم محسوس كړے نه وو۔ ده ووئيل كله ??ې هغه په اقتدار كښې وو نو هغه دغه وخت هم داسې كړې وو٬ د پي ټي آئي تېر حكومت لپاره د رياستونو ترمينځه اړيكو په شمول هر يو څيز يوه لوبه ټوقه وه۔
د پي ټي آئي تير حكومت لپاره د رياستونو ترمينځه اړيكو په شمول هر يو څيز يوه ټوقه وه٬ د پي ټي آئي لخوا د شنګھائي مرستې تنظيم غونډه كښې د پاكستان ګډون متنازعه جوړولو هڅه تكليف رسوؤنكي ده٬ وزیراعظم محمد شهباز شریف
PT online online entertainment link
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز














