اوټاوا ۔25 اکتوبر(اے پی پی) په كانادا كښې د پاكستان هائي كمشنر ظهير اے جنجوعه د كانادا د هاؤسنګ ٬ دائيورسټي اېنډ انكلوژن وزير احمد حسېن سره ملاقات وكړو۔ اوټاوا كښې په شوي دې ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ احمد حسېن هائي كمشنر ظهير جنجوعه سره شوې دا ملاقات ګټور ګرځولو سره ووئيل په دې مهال په حكومتي او اولسي دواړه كچه د دوه اړخيزه اړيكو لا پراخه كولو او مضبوطولو له په يو شمېر تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړې شوه۔ د نهې په ورځ په كاناډا كښې د پاكستاني هائي كمېشن لخوا په جاري شوي يو پرېس ريليز كښې هائي كمشنر ظهير جنجوعه په تود هركلي كولو د كانادا د وزير مننه كولو سره ده سره د ملاقات په مهال شوې خبرې بامقصده او د دواړو هېوادونو ګڼ اړخيزه همكارۍ ته تقويت وركولو كښې مرستيالې وګرځولې.
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ