اسلام آباد28 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي زمونږ لپاره ټول غړي يو برابر دي٬كوم هم غړے د خپل حق څخه محروم كېدے نه شي۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه رياض د اعتراض په نكته ووئيل د جي ډي اے غړي په لاسو د توروپټو تړلو سره په ايوان كښې ناست دي٬د دوي د احتجاج دې نوټس واخستلے شي٬د اپوزېشن د غړو دې خبره په توجه سره واورېدلې شي ٬ په دې د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل ټول غړي زما لپاره يو برابر دي٬زه د كوم هم غړي حق نشم وهلے خو د بجټ په غونډه كښېتر بحث ځان محدود كول پكار دي دغسې چې بزنس وچلېږي۔
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن