تركيه سره اړيكې مضبوطول غواړؤ٬ په مهمو صنعتي څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره مراعات وركوؤ٬ وزيراعظم شهباز شريف


اسلام آباد۔31مئی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان ترکيه سره د تجارت، اقتصاد، توان، انفراسټرکچر، ای کامرس او آئي ټي پشمول بېلو څانګو کښې اړيکې مضبوطول غواړي، د دواړو هېوادونو موجوده تجارتي حجم حقيقي استعداد سره سمون نه لري٬ په پاكستان كښې په زړه پورې منافعې سره د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجودې دي، د ترک کمپنيو په پاکستان کښې د سرمايه كارۍ به ډاډګيرنه كولې شي ٬ دواړه هېوادونه د جمو او کشمیر او شمالي قبرس په شمول د اساسي ملي ګټو په ټولو مسئلو کښې د یو بل ملاتړ کوي٬ پاکستان له امريكا سره اوږدمهاله او پراخ بنسټه اړیکې لري، امريكا د پاکستان لپاره یو لويې صادراتي منډۍ او د بهرنۍ سرمايه كارۍ او ترسيلات زر لويه ذريعه ده٬ د سي پېك يو مهم محور د پاكستان صنعتي پرمختګ دے٬ دوه اړخيزه اړيكې د معمول له مخې كولو له به هند ته د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو ته يو وارې بيا كتل وي٬ د هندي بربريت او د كشميري اولس د رايې كارولو بنيادي حق څخه د پرله پسي انكار د لاسه په تجارتي محاذ پېشرفت ګران دې۔ افغانستان كښې د بشري بحران او معاشي بدحالۍ مسئلې حل كولو به نړۍ له خپله ذمه واري ترسره كول وي٬ په خپلو پښو ودرېدل ٬ سياسي استحكام او تنزل سره د مخ معيشت بحالي زمونږ لومړۍ ترجيح ده٬ د تېر حكومت د ناوړه پريكړو قيمت مونږ ادا كوؤ٬ آئی اېم اېف څخه د قسط اجرا سره به پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره د نړيوال ماركيټ باور بحال او د غېر ملكي زرمبادلې په پنګو فشار كښې كمې رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيه دورې نه وړاندې اناطولیه نیوز ایجنسی سره مركه كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان او تركيه په مشتركه مذهب ٬ كلتور او د لساني رابطو په مضبوطو بنيادون اډانه اړيكې لري او دواړه هېوادونه د سياسي بدلونونو نه مبرا دي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د روان كال په مهال د سفارتي اړيكو 75 مه سالګره لمانځي٬ دواړه هېوادونه د جمو او کشمیر او شمالي قبرس په شمول د اساسي ملي ګټو په ټولو مسئلو کښې د یو بل ملاتړ کوي۔ وزیراعظم ووئيل زه به د كشمير په شخړه د تركي او په خاص توګه د دې د مشرتابه د اصولي ملاتړ مننه كوم۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو يو ډول دريځ لري۔ وزیر اعظم ووئيل د دورې په مهال به هغه د تركيه د نوموړو كاروباري كمپنيو چارواكو سره ملاقات كوي چې مقصد يۍ پاکستان كښې د توان ٬ بنيادي اډانې ٬ اي كامرس ٬ ميونسپل ٬ د كركيلې صنعت او آئي ټي په شمول په بېلو څانګو كښې په پاكستان كښې موجوده پراخه موقعو څخه استفاده كولو له د دوئي ډاډګيرنه كول دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاکستان له امريكا سره اوږدمهاله او پراخ بنسټه اړیکې لري، ده ووئيل مونږ په دې باور لرؤ چې زمونږ ترمينځه پرله پسې تعميري تړون سره منطقه كښې امن ٬ سلامتيا او پرمختګ وده موندلې شي۔ ده ووئيل امريكا د پاکستان لپاره یو لويې صادراتي منډۍ او د بهرنۍ سرمايه كارۍ او ترسيلات زر لويه ذريعه ده۔ ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون ٬ صحت ٬ توان ٬ تجارت او سرمايه كارۍ په شمول بېلو څانګو كښې مذاكرات كړې دي كوم چې د دوه اړخيزه اړيكو په مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د امريكا ځينې كمپنۍ په پاكستان كښې په زړه پورې كار كوي ٬ مونږ پاكستان كښې د امريكائي كمپنيو د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كوؤ۔ ده ووئيل د روان كال په مهال پاكستان او امريكا د خپلو سفارتي اړيكو 75 مه سالګره لمانځي۔ د سي پېك په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو لاندې تړون او مرسته زما د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل او د يوې سوليېزې او سوكاله منطقې لپاره د پاكستان د وژن لمخې دې۔ ده ووئيل مونږ به په اېم اېل ون پېشرفت لپاره چين سره په ګډه كار كوؤ۔ ده ووئيل د سي پېك لمخې په پاكستان كښې سړكونه جوړول او د توان بنيادي اډانه كښې د چين سرمايه كارۍ سره د برېښنا په كمي قابو موندلو او د پېداواري مركزونو منډيانو سره تړلو كښې مرسته ترلاسه شوې ده۔ هند سره د اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزير اعظم ووئيل پاكستان جيو اسټرېټجك څخه جيو اكنامكس پلو مخ په وړاندې روان دے٬ مونږ په خاص توګه په منطقه كښې د تړون ٬ اجتماعي پرمختګ او خوشحالۍ په بنياد د همكارۍ په ځائې كولو هڅه كوؤ۔ ده ووئيل پاكستان او هند له د ګډې سود مند تجارت څخه ډېر څه ترلاسه كول دي بياهم د 5 اګست 2019 هندي غېر قانوني او يو اړخيزه ګام د لاسه پاكستان اصولي دريځ خپل كړو او دوه اړخيزه سرګرمۍ يۍ تر يو حده كمې كړې۔ دا پرېكړه د كشميريانو د بنيادي حقونو نه محرومه كولو له د هند د غېر منصفانه او ناوړه پالېسۍ ښكاره غندنه كولو عكاسي كوي۔ ده ووئيل دوه اړخيزه اړيكې د معمول له مخې كولو له به هند ته د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو ته يو وارې بيا كتل وي٬ د هندي بربريت او د كشميري اولس د رايې كارولو بنيادي حق څخه د پرله پسي انكار د لاسه په تجارتي محاذ دا مهال پېشرفت ګران دې۔ د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عبوری افغان حکومت سره رابطه مرضي نه د ضرورت معامله ده۔ نړۍ اولس يوازې پرېښودلې نه شي ٬ په افغانستان كښې د بشري بحران او معاشي بدحالۍ مسئلې حل كولو له به نړۍ له خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ ده ووئيل د افغان معيشت بشپړه تباهي به افغان اولس ٬ پاكستان او نړيوالې ورورلۍ له ډېره ضرري وي۔ ده ووئيل پاكستان په عبوري حكومت زور راوړي چې هغه دې نړيوال لوظونه وپالي چې افغان خاوره به د ترھګرۍ لپاره نه كارول كېږي٬ مېرمنې به زده كړې ترلاسه كوي او يو ټولشموله حكومت به جوړ كړي۔ نړيوالې ورورولۍ له به هم د دې لوظونو پاللو له دوئي سره تماس نيول وي او دې سره به د يو سوليز ٬ مستحكم او سوكاله افغانستان مشتركه مقصد ترلاسه كولو كښې پېشرفت وشي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب کښې وزيراعظم ووئيل چې اوسني افغان چارواکو په څو څو وارې مونږ او نړيوالې ټولنې ته باور ورکړې چې دوى به د خپلې خاورې د هيچا په ضد هم د كارولو اجازه ورنكړي او دوئي د ټولو ترهګرو ډلو په ضد د سختې كارروايۍ كولو او په خپلو سيمو كښې د دوئي د پټ ځايونو د ختمولو عزم كړې دې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به د ترهه ګرۍ له مينځه وړلو، په سيمه اؤ هيواد کښې دسولې اوثبات لپاره ټول ګامونه پورته كوؤ۔ د او آئي سي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان د او آئي سي بنياد اېښودونكو هېوادونو كښې شامل دې او مونږ د او آئي سي د فعاله جوړولو او د اسلامي نړۍ هېوادونو ترمينځه د نزدې اړيكو ودې له يو په زړه پورې او بشپړه كردار ترسره كړې دې۔ ده ووئيل پاكستان له سعودي عربستان او ايران سره دوستانه او ښې اړيكې لري او دا اړيكې د ګډو اقدارو٬ مذهب٬ تاريخ٬ كلتور او رواياتو په بنياد ولاړې دي۔ د اسلامي امت تر منځ د اتحاد لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوو. ديوې پوښتنې په ځواب کښې وزيراعظم ووئيل لکه څنګه چې ده د وزيراعلی په توګه کاميابۍ اؤ پرمختګ لپاره کار کړې دې دغسې غواړي چې د وزيراعظم په توګه هم كار وكړي٬ بياهم دغه مهال صورتحال بدل وو او اوس مونږ چېلنجونو سره مخ يؤ كوم چې ډېر سخت دي۔ داقتصادي بحالۍ په اړه وزيراعظم ووئيل ائتلافي حکومت ښكاره قومي ايجنډا لري او لومړې او تر ټولو ستر چيلنج د معيشت بحالۍ ده کومه چې دتېرو څلورو کالو راهسې زوال سره مخ ده۔ ده ووئيل ده ووئيل په هېواد كښې د ټاکنیزو اصلاحاتو له لارې د رڼو، عادلانه او ازادو ټاکنو لپاره ګامونه پورته كول دي، په دې برخه کښې د اتحادي حكومت همكارانو او نورو اړوندو فريقو سره په ګډه كار كوؤ۔ ده ووئيل مونږ هڅه کوو چې د خپلې کارکردګۍ په اساس راتلونکو پنځو کلونو لپاره د سوکالۍ وژن وركړؤ۔ ده ووئيل زه د انتقام او بیان بازۍ په ځايې د خدمت او عمل سیاست ملاتړ کوم. ده ووئيل زموږ په حکومت کښې د څلورو واړو صوبو نمائندګي موجود ده۔ ده ووئيل مونږ د تېر حكومت د ناوړه پرېكړو قيمت پورته كوؤ٬ په وخت د تېلو اخستو كښې د ناكامۍ او ضروري څيزونو لپاره د ستراتېجيكي پنګو نشتوالي د لاسه مو وروستو په زياته بيعه اخستل كړي دي چې له امله يۍ په اولس ناوړه اغېز پرېوتې دې۔ ده ووئيل موجوده حكومت د سماجي او اقتصادي اشاريو او په خاص توګه د كم آمدن لرونكې طبقې حالت ښه كولو عزم لري۔ ده ووئيل حكومت سختې مالياتي پالېسۍ ٬ مالياتي خساره كښې كمي ٬ بې وزله اولس ته ريليف وركولو او ضروري څيزونو له ستراتېجيكي پنګو كښې زياتوالي له كار كوي چې ورسره به سرمايه كارۍ لپاره د نړيوال ماركيټ باور بحال او د غېر ملكي زرمبادلې په پنګو فشار كښې كمې رامخې ته شي۔(MWA/MWA/1623)

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس