لاهور۔ 16 جولائی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د هېواد معيشت مستحكمولو لپاره به زړورې پرېكړې كول وي٬ د پاکستان اقتصادي پرمختګ يوازې انقلابي ګامونه پورته كولو سره تړلے دے ٬ تېر دور كښې د احتساب په نوم اپوزيشن او سركاري چارواكو څخه سخت بدل واخستے شو٬ كه اولس نواز شريف او د هغه ډلې ته موقعه وركړه د هېواد تقدير به بدل كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په ګورنر هاؤس كښې د يوتھ بزنس اېنډ اګرېكلچر لون سكيم لاندې ځوانانو ته د چېكونو وركولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د پنجاب ګورنر بليغ الرحمن ٬ د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستياله شزه فاطمه ٬ سلا??ار احد چيمه٬ خاص مرستيال عطاء تارړ٬ د بانك آف پنجاب صدر ظفر مسعود٬ وزيران٬ پارليمنټېرينز ٬ سركاري چارواکي او د ځوانانو په شمول ګن شمېر مېرمنې موجود وې۔ وزيراعظم ووئيل د پېټرول په بيعو كښې د كمي اعلان د ډالر په مقابله كښې د روپۍ د قدر زياتېدو له امله اولس ته ريليف وركولو له وك??ې شو سره د دې چې په نړيواله منډۍ كښې د تېل بيعې مخ په زياتېدو دي۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف د پروګرام مثبت اړخ دا دے چې روپۍ مستحك كېدو پلو روانه ده۔ ده ووئيل د سازش كوؤنكو سازشونه پاك پروردګار دفن كړل۔ ده ووئيل څو ورځې وړاندې د اسرائيل يو بيان رامخې ته شوې وو۔ دغه سازش هم د پاك پروردګار په امر لمينځه يوړلے شو۔ ده ووئيل آئي اېم اېف پروګرام آسان نه دے دې لپاره به زړه ورې پرېكړې كول وي۔ ده ووئيل د پاکستان اقتصادي پرمختګ يوازې انقلابي اقداماتو سره ممکن دے۔ ده ووئيل حكومت اشرافيه ٬ سياستوال او سركاري چارواكي كه په ګډه ستړې وكړي نو څوك زمونږ د پرمختګ لاره نيولې نه شي۔ ده ووئيل په كال 2018 كښې د نواز شريف په دور كښې د خېر ښېګړې بلها پروګرامونه پېل ك??ې شول٬ 99 فيصده قرضې بېنكونو ته بېرته ورك??ې شوې۔ ده ووئيل نواز شريف اقتدار څخه ځكه اخوا ك??ې شو چې د هغه په دور كښې د 20،20 ساعتونو لوډشېډنګ ختم شو٬ ځوانانو ته د کلاشنکوف او کوکېن وركولو په ځايې لېپ ټاپ او قرضې ورك??ې شوې٬ ځكه اخوا ك??ې شو چې هغه هېواد ته د سي پېك په څير مهمه منصوبه راوړه۔ په كال 2015 كښې يۍ د برېښنا د منصوبو جال خپور كړو٬ اورنج لائن يۍ جوړ كړو۔ ده ووئيل نواز شريف اقتدار څخه اخوا كولو څخه په پردي هېواد كښې په پاتې كېدو مجبور ك??ې شو۔ او كوم تن چې د فراډ د لارې اقتدار كښې راوستلې شو هغه تر څلورو كلونو د چور ډاكو ګرد??ن كولو۔ په كومه منصوبه يۍ ??ار نه دے كړے۔ په دې دور كښې يوازې د تورونو لګولو ??ار وكړے شو۔ عمران خان ته زما زندان ته د لېږلو ماليخوليا وه۔ ده ووئيل د عمران په دور كښې چینو ،غنمو، بی آر ټی او مالم جبه كښې د اربونو روپو سكېنډل رامخې ته شو۔ د خانه كعبې عكس لرونكې ګھړۍ خرڅې ك??ې شوې ٬ دغسې د 190 ملين پونډ سكېنډل هم رامخې ته شو۔ ده ووئيل په ټاكنو كښې د اولس پرېكړه به د زړه نه قبلوؤ۔ ده ووئيل كه نواز شريف ته موقعه ورك??ې شوه نو كه پاك پروردګار ته منظور وي د هېواد نقشه به بدله كړؤ ٬ هېواد به سوكالۍ پلو رو??ن كړؤ۔ ده ووئيل په خپل دور كښې مې ځوانانو ته 10 لكه لېپ ټاپ وركړل۔ كومو څخه چې هغوي په زده كړو او په خپلو پښو اودرېدو كښې استفاده وكړه۔ ده ووئيل دا لېپ ټاپس په مېرټ ورك??ې شول۔ ده ووئيل د عمران په دور كښې د 3 اربه ډالرو روپو ارزانې قرضې لويو لويو كورنيو ته ورك??ې شوې كومې چې نزدې 8 سوه اربه روپۍ جوړېږي او دا په 4 فيصد سود ورك??ې شوې۔ ده ووئيل دا ځوانانو ته ولې ورنك??ې شوې؟ په دې كاروبار ولې ونك??ې شو؟ ده ووئيل خلقو په 4 فيصده اخستې قرضه ماركيټ ته په 10 فيصده وركړه۔ ده ووئيل زما عمر نزدې 72 او د نواز شريف 74 كاله دے۔ هغه زما لارښود او زما د پلار په ځايې دے۔ مونږ 40 كاله كښ د هېواد لپاره زندانونو ته لاړؤ۔ د هېواد څخه بهر پاتې كېدل مو برداشت كړل۔ ده ووئيل اولس سره لوظ كوم دوئي به نه مايوسه كوؤ۔ ده ووئيل په تېر دور كښې د احتساب د نامې لاندې اپوزيشن او سركاي چارواكو څخه بدترين بدل واخستې شو۔ ده ووئيل احد چیمه درې كاله زند??ن كښې وساتلې شو د هغه قصور په 30 اربه روپۍ او د 11 مياشتو په لږه موده كښې مېټرو بس سروس جوړول وو او مخالفينو په هغه د دې په 70 اربه روپو كښې د بشپړ كولو تور لګولو۔ بيا دا تور ولګولې شو چې دې كښې د اتفاق فونډري اوسپنه وكارولې شوه نو حقيت دا دے چې اتفاق فونډری 15كاله څخه بنده وه كومې چې د بېنكونو يوه يوه پېسه ادا كړه۔ ده ووئيل د پي ټي آئي او چيئرمېن او هټلر كښې هېڅ فرق نشته كوم چې المان په خپل لاس جوړ كړو ٬ د پرمختګ بام ته يۍ ورسولو او بيا يۍ په خپل لاس تباه كړو۔ ده ووئيل عمران هم دا وكړل په كومه منصوبه يۍ لږ ??ار هم ونكړؤ۔ د دستورې په پايه كښې وزيراعظم د پاکستان او قائد اعظم زندہ آباد نعرې پورته كړې۔ دې څخه وړاندې د پنجاب ګورنر بليغ الرحمن ووئيل ځوانان د هېواد قيمتي اثاثه دي۔ ده ووئيل د بده مرغه په تېر دور كښې د كركې ماحول رامخې ته ك??ې شو۔ ده ووئيل كه د شمېرو جاج واخستے شي نو د نواز شريف او شهباز شريف به دور كښې د خېر ښېګړې زيات كارونه شوي دي۔ ده په لېپ ټاپ سکیم ،پی آئی ټی بی ،انفارمیشن ټیکنالوجی او دانش سكولونو هم رڼا واچوله۔ دستورې ته شزه فاطمه خپل خطاب كښې ووئيل تر 5 لكه روپو د سود نه پاكې قرضې وركولې شي ٬ په 5 مياشتې كښې د 30 اربه روپو قرضې ورك??ې شوې دي۔ په دې لړ كښې بېنک آف پنجاب د 10اربه روپو قرضه وركولو سره د دې كمپائن په كاميابۍ كښې مهم كردار ترسره كړو۔ په دستوره كښې وزيراعظم تر 5 لكه روپو د سود نه د پاكو قرضو چېكونه هم ووېشل۔
د هيواد معيشت مستحكمولو لپاره به زړورې پريكړې كول وي٬ د پاکستان اقتصادي پرمختګ يوازې انقلابي ګامونه پورته كولو سره تړلے دے ٬ كه اولس نواز شريف او دده ډلې ته موقعه وركړه د هيواد تقدير به بدل كړي٬ د شهباز شريف ځوانانو ته د چيكونو وركولو دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará