اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) په مقبوضه كشمير كښې د کل جماعتی حریت کنفرنس لارښودو د كشمير مسئلې په اړه د وزيراعظم شهباز شريف د هغه بيان هركلې كړې دې په كوم كښې چې هغه د دې په حل زور راوړلو سره وئيلي دي چې د دې مسئلې حل كېدو نه غېر په سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام امكان نه لري۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې شهباز شريف تېره ورځ په رسالپور پی اے اېف اکېډمی اصغر خان كښې پاسنګ آؤټ پرېډ ته خپل خطاب كښې ووئيل د كشمير شخړې د ملګرو ملتونو د قراردونو او د كشمير?? اولس د خوښی له مخې حل كېدو نه غېر په سوئيلي آسيا كښې امن په ځايې كېدې نه شي۔ د کل جماعتی حریت کنفرنس لارښودو غلام محمد خان سوپوری، سید بشیر اندرابی، خواجه فردوس ،زمرودہ حبیب، یاسمین راجه، خادم حسین، سید سبط شبیر ??می او محمد عاقب سرينګر او جموں څخه جاري كړې شويو خپلو بيانونو كښې ووئيل چې پاكستان د كشمير كاز بشپړه ملاتړ كوي كوم چې كشمير?? اولس لپاره د ډاډ سبب ګرځي۔ دوئي د خپلواكۍ په عادلانه مبارزه كښې د كشميري مظلوم اولس په ملاتړ كولو د پاكستان?? اولس او حكومت مننه وكړه۔ د كل جماعتي كنفرنس لارښودو ووئيل چې د پاكستان سياس?? او عسكري مشرتابه بيانونو سره د كشمير?? اولس حوصلې دنګې شوي دي۔ دوئي نړيوالې ورورلۍ ته خواست وكړو چې هغوي دې په سوئيلي آسيا كښې ??ست??ل امن باوري كولو له د كشمير مسئلې حل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔
د حريت لارښودو د كشمير په اړه د وزيراعظم شهباز شريف د بيان هركلې
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ