اسلام آباد۔9اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاکستان كښې د كرپشن لمر راپورته كوؤنكي خپله په لندن كښې ډوب شوي دي٬ شهباز شريف دې د ګوند دننه د كېدونكو نا انصافو غصه غېر آئين او جمهوري غوښتنې كولو سره نه وباسي٬ شهباز شريف دې دا خبره وكړي چې هغه د ګوند دننه دے يا مشر مياں هغه د خپلو كسانو د لارې بهر كړے دے٬ د پي اېم اېل اېن سياست مشر مياں او د هغه لور دفن كړے دے ٬ دوئي د پاكستان اولس بې وقوفه جوړولې نه شي٬ كه دوئي په اقتدار كښې وي نو حكومت دې آئيني موده ترسره كړي او كه اولس اقتدار عمران خان ته وركړي نو دوئي دا زغملې نه شي۔ د خالي په ورځ د شهباز شريف او مولانا فضل الرحمن په خبري كنفرس خپل غبرګون كښې وفاقي وزير ووئيل كه په هېواد كښې نن ګراني ده نو د دې سبب د اربونو ٬ كھربونو كرپشن او غېر ملكي قرضې دي كومې چې تاسو ذاتي ګټې له اخستې وې۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل چې نواز شريف خپل ورور او مريم نواز خپل تره سره هغه سلوك كوي كوم چې زرداري او بلاول زرداري مولانا فضل الرحمن سره كړے دے۔
پاکستان كښې د كرپشن لمر راپورته كوؤنكي خپله په لندن كښې ډوب شوي دي٬ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د شهباز شريف او مولانا فضل الرحمن په خبري كنفرنس غبرګون
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا