اسلام آباد 19 اپریل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د دادو ضلع په میهړ تحصيل كښې په دوو كليو كښې د اور لګېدو په پېښه د افسوس څرګندونه كړې۔د نهې په ورځ په خپل بيان كښې وزيراعظم په پېښه كښې د 6 ماشومانو پشمول د 9 كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ۔ده ووئيل ځپليو كورنۍ سره خواخوږي لرم۔ده ووئيل په دې پېښه كښې په ځاني او مالي زيان مې زړه ډېر خفه شوے۔وزيراعظم ووئيل د ځپليو مرستې لپاره به وفاقي حكومت اقدامات كوي او د سندھ صوبائي حكومت څخه به هم د ځپليو مالي مرستې لپاره خبره كوم۔وزيراعظم اېن ډي اېم اے او نورو اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې د ځپليو كورنۍ بحالۍ له بشپړه مرسته وكړئ۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې په حق رسېدلې كسانو له لوړ درجې او غم جنې كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2