اسلام آباد 08فروری(اے پی پی) د پيس اينډ كلچر آرګنائزېشن مشرې مشعال ملك وئېلي دي چې عكسي نندارتون د مقبوضه كشمير په اولس د هندي پوځ بربريت او ?? هندي ظلم او ??ياتي ګردې نړۍ ته د وراندې كولو مهمه ذريعه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ د نېشنل آرټس كونسل تر اهتمام لاندې د عكسي نندارتون په موقع وكړه۔ مشعال ملك ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو لمينځه وړل كېدل٬ رياستي جبر او ?? مودي سركار ناوړه چالونه نړۍ ته په ډاګه كول بايد اصل مقصد وي۔ دې ووئيل مونږ د مقبوضه وادۍ په يو سب زندان كښې د بدلولو او ?? تېرو 7 لسيزو څخه د هندي ترهه ګرۍ او ?? كشميري اولس نسل كشۍ بشپړه غندنه كوو۔ مشعال حسېن ملك ووئيل د كشميري اولس د هڅو په څرګندولو كښې آرټ يو مهم كردار لري ولې چې آرټ د كشمير مسئلې دړد بيانولو سره د هر چا زړه ته رسولې شي۔ دې ووئيل چې اېن سي اے زما په زړه كښې يو خاص مقام لري او ??ه ټول عمري د دې د دستورو برخه جوړېدو سره اعزاز محسوسوم۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ووئيل د زده كړو او پیشه ورې تربيې وفاقي وزارت د كشمير كاز په ډاګه كولو له يو مهم چلولے۔ ده په خاص توګه د كشمير كاز رامخې ته كولو كښې د خاص كردار په ترسره كولو د اېن سي اے هڅې وستائېلې۔ ده ووئيل زلمي آزادۍ لپاره د كشميري اولس هڅو څخه خبرول زيات ضروري دي۔ ده ووئيل فاشسټ مودي حكومت د هندي غاصبانه قبضې لاندې په مقبوضه كشمير كښې ظلم او ??ياتې روان ساتلې او په مجرمانه ډول د سيمې ډيموګرافي هم بدلولې شي۔ده ووئيل پاكستان به د كشمير ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو ذمه واري ده چې هغه كشمير ته د خپلو قراردادونو له مخې آزادي وركړي او ?? دا شخړه د كشميري اولس د هيلو له مخې هواره كړي۔ ده په نندارتون كښې د فن پارو ستائنه وكړه او ?? دې نندارتون په كولو يې د وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر مرتضٰی جعفري مننه وكړه۔ وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر مرتضٰی جعفري وفاقي وزير رانا تنوير او ?? جمو كشمير لبرېشن فرنټ لارښود محمد ياسين ملك مېرمن مشعال حسېن ملك ته هركلے اووې۔
عكسي نندارتون د هند ظلم او زياتې ګردې نړۍ ته د وړاندې كولو مهمه ذريعه ده۔مشعال ملك
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ