اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د متحده عرب اماراتو څخه به سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان (نن) د اتوار په ورځ ماسپښين څلور نيمې بجې راورسي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خواست د يو اے اي څخه د مرستې سامان وړومبې كهيپ الوتكه به (نن) د اتوار په ورځ نور خان ايئر بيس ته راورسي۔ د وزيراعظم آفس مېډيا د ونګ لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د يو اے اي لخوا د مرستې سامان نورې 15 الوتكې به راتلونكو څو ورځو كښې پاكستان ته راورسي۔ د يادونې وړ ده چې دا وړومبې پرواز دے كوم چې د مرستې سامان پاكستان ته راوړي۔ د مرستې په سامان كښې خيمې٬خوراك٬داروګان او نور ضروري څيزونه شامل دي
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان