پېنډۍ 30 ستمبر (اے پي پي) په ټانك كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې د ټي ټي پي كمانډر وژل شوے او د ډزو په تبادله كښې يو كېپټن سكندر شهيد شوے۔ د آئي اېس پي آر له مخې امنيتي ځواكونو د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع په ټانك كښې عمليات كړي چې په نتيجه كښې ئې د ټي ټي پي د ترهګرو كمانډر شېر خان وژل شوے او د ترهګرو څخه وسله او ګوله بارود برآمد كړې شوې دي۔ د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ پاكپتن سره تعلق لرونكې 27 كلن كېپټن سكندر شهپد شوے
مضمون کا ماخذ : quina acumulada