اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان باني بابائے قوم قائداعظم ??حمد علي جناح ﴿رح﴾ د ولادت 140مه ورځ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په ټول هېواد كښې په قومي جذبه لمانځلې شي۔ په دې موقع به د هېواد په ټولو وړو لويو ښارونو كښې د سركاري و غېر سركاري تنظيمونو٬ پاكستان مسلم ليګ٬ تحريك پاكستان وركرز ټرسټ٬ نظريه پاكستان فاؤنډېشن٬ مجلس اقبال پاكستان او د نورو تنظيمونو لخوا دستورې٬ كنفرنسونه٬ سمينارونه او مذاكرې كولې شي۔ په وفاقي پايه تخت او صوبائي سرښارونو كښې به د توپو سلامي وركولې شي او په كراچې كښې به د قائد په مزار د ګ??رډ د بدلون دستوره كېږي۔ بابائے قوم قائداعظم ??حمد علي جناح ﴿رح﴾ د دسمبر په 25مه نېټه كال 1876م كښې د كراچې په وزير مېنشن كښې د جناح پونجا كوم چې يو تاجر و٬ په كور كښې زېږېدلې و۔ په كال 1893م كښې لوړو زده كړو لپاره انګلستان ته لاړو ??و هلته ئې په كال 1896م كښې د بېرسټرې په امتحان كښې كاميابي ترلاسه كړه او وطن ته راستون شو۔ په كال 1897م كښې ئې په ممبئي كښې وكالت پېل كړو۔ په 1900م كښې په ممبئي كښې پرېذيډنسي مجسټرېټ مقرر كړے شو۔ په كال 1906م كښې د ممبئي هائي كورټ اېډوكېټ شو۔ په كال 1909م كښې ئې د سپريم امپېريل كونسل په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړه۔ په كال 1910م كښې د قانون ساز اسمبلۍ غړے وټاكل شو۔ په كال 1912م كښې ئې په كلكته كښې د مسلم ليګ په كلنه غونډه كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ قائداعظم د احتجاج په توګه د امپېريل كونسل څخه استعفٰي وركړه او په مسلم ليګ كښې ئې ګډون وكړو۔ بابائے قوم په كال 1926م كښې د هندوانو او مسلمانانو اتحاد لپاره يوه نوې فارمولا وړاندې كړه كومه چې كانګرېس ونه منله۔ قائداعظم ??ه كال 1929م كښې په ډيلي كښې د مسلم ليګ په غونډه كښې 14 نكات وړاندې كړل او په رسمي توګه ئې جلا وطن ترلاسه كولو لپاره هڅې پېل كړې او د ده په مشرې كښې د هند مسلمانانو خپل ځان لپاره د پاكستان په صورت كښې په 14م اګست كال 1947م كښې يو جلا وطن ترلاسه كړو۔ بابائے قوم د ستمبر په 11مه نېټه كال 1948م كښې په حق ورسېدو۔ د بابائے قوم د ولادت ورځې په اړه به په مېډيا هم خاص پروګرامونه وړاندې كولې شي۔ د اطلاعاتو وزارت په دې لړ كښې په پي اېن سي اے كښې بېلا بېلو پروګرامونو لپاره چمتووالې نيولې دے۔
د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ﴿رح﴾ د ولادت 140مه ورځ به ﴿نن﴾ لمانځلې شي
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں