اسلام آباد 23 جون (اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو او قامی ورثې وفاقی وزیر سناتور پرویز رشید وئيلي دي عمران خان د اولس څخه رائې نشي تر لاسه كولې ځكه د احتجاج دهړكې وركوي ، د 2018ء ټولټاكنو څخه يرېدونكې د دهرنو خبرې كوي ، د عمران خا پھ غږ وړاندې هم چا غوږ نه دې ګرولې ، سول نافرمانی اولس رد كړي ، په احتجاج او دھرنو وړاندې كوم ښار بند شوے او نه به اوس بند شي ،د احتساب غوښتنه كوونكې خپلې آف شور کمپنی لري، د نوازشریف نامه پھ پانامه پیپرز كښې نشته ، يو پلو خان صاحب بلاول بهټو خپل کنټېنر ته بلي او بل پلو د هغه د مور وژونكو له 30 کرړه روپۍ وركوي،بلاول دې ځان خبر كړي چې عمران خان د هغه سره ولاړ دے كه د محترمې د وژونكو سره ، میډیا دې د تھیلیسیمیا رنځ څڅه خبرتيا او مخنيوي له د احتیاطی تدابیرو نه اولس خبر کړي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت پھ ورځ پمز روغتون كښې د تھیلیسیمیا رنځورانو ماشومانو په درناوي كښی دستورې ته وينا كښی او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ د اطلاعات، خپرونو او قامی ورثې وفاقی وزیر سناتور پرویز رشید د پمز روغتون انتظامیې او وائس چانسلر صلاحیتونو او د هغوي خوارۍ ته پيرزوئنې وړاندې كړي څوك چې د 8 لکھ آبادۍ لپاره اسانيو څخه د 20 لکھ څخه زياتې آبادۍ حاجتونه تر سره كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د 18م بدلون نه پس صوبو ته د روغتيا څانګه سپارلې شوي او فنډز هم وركړې كېږي خو دې سره د آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان او د هيواد څلورو واړو صوبو څخه دلته وګړي درملنې له راځي او د پمز انتظامیه ٬ ډاکټران او پیرا میډیکل سټاف دا زيات پېټې په ښھ ډول پورته كوي ۔ بايد مونږ ټول د دوي ستائنه وكړو۔
عمران خان د اولس رائې نشي تر لاسه كولې ځكه د احتجاج دهړكې وركوي
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II