اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) وفاقي كابينې د اسټيټ بنك آپريشنل او انتظامي خپلواكي باوري كولو، د كار دائرہ او اختيارات زياتولو له د سټيټ بنك آف پاكستان (ترميمي) بل 2021 مسودې ،د پاكستان انسټي ټيوټ آف ايجوكېشن ايكټ مجوزہ قانوني مسودې ، د مجوزہ انكم ټيكس ( دويم ترميم) بل 2021 مسودې ، د سټيټ اونډ انټر پرائزز (ګورننس اينډ آپريشنز) بل 2021 ، د سارك كوويډ 19ايمرجنسي فنډ كښې د 30 لكهه ډالرو عطيه كولو او د تقسيم تګلارې پشمول دبيلو تقرريو منظوري وركړې ده دغسې د اطلاعات وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز ووئيل زمونږ حكومت د سېنېټ پاكو ټاكنو لپاره سنجيدہ هڅي كړي خو ټاكني په هغه ورځ غير متنازعه شي كله چې اوپن بيلټ سره ټاكني كېږي۔ مونږ به دغې قواؤ له ماتي وركولو له بشپړه هڅي كوو ٬ صادق سنجراني به د سېنېټ چيئرمېن ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوي۔ده د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډي نه پس ميډيا ته بريفنګ وركولو۔ وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز ووئيل كابينې ته د اسلام آباد ميټرو بس پروجيكټ په اړه بريفنګ وركړے شو او دغسې د ميټرو بس منصوبه كښې د تاخير چارو جاج واخستلے شو۔كابينې د پاكستان انسټي ټيوټ آف ايجوكيشن ايكټ مجوزہ قانونې مسودې په اصولي توګه منظوري وركولو سره مسودہ د كابينې د قانون سازۍ كمېټۍ ته د ليږلو منظوري وركړې ۔ دې مجوزہ قانون ترمخه اكيډمي آف ايجوكېشنل پلاننګ اينډ مينجمنټ (Academy of Educational Planning and Managment) او نيشنل ايجوكېشن اسېس منټ سسټم (National Education Assessment System) انضمام كولو سره به يوه جديده اداره جوړولې شي كومه به چې د تعليمي ادارو ډيټا بيس او د تعليمي ادارو چاري منظم كولو له ذمه وارۍ ترسره كوي۔ دې سره سره د سكولونو څخه بهر ماشومانو په اړه كابينې د آؤټ آف سكول چلډرن فريم ورك منظوري هم وركړه۔ده ووئېل د دې فرېم ورك ترمخه به د هغه ټولو عواملو او محركاتو جاج اخستلے شي چې له امله ئې ماشومان سكول ته نه ځي۔ كابينې د سټيټ بنك آف پاكستان (ترميمي) بل 2021 مسودې منظوري وركولو سره هغه پارلمان ته د وړاندې كولو منظوري هم وركړې۔د دې بل مقصد د اسټيټ بنك آپريشنل او انتظامي خپلواكي باوري كول، د كار دائرہ او اختيارات زياتول دي۔ وفاقي وزير ووئېل كابينې د حكومت د اړخه سارك كوويډ 19ايمرجنسي فنډ كښې د وركړې شوې عطيې د وېش تګلارې منظوري هم وركړه۔دا خبره دې ښكاره وي چې كابينې د حكومت د اړخه د سارك كوويډ 19فنډ كښې د 30 لكهه ډالره عطيه كولو منظوري وركړې وه۔ فنډ جوړولو په وخت دا ترسره شوې وه چې د دې فنډ وېش به د سارك سيكرټريټ په توسط سره كولې شي او دې نه پس د سارك غړو هېوادونو د اړخه دا پريكړه شوې وه چې د هر يو غړي د اړخه وركړې شوي عطيات به په دوه اړخيزه بنيادونو وېشلې شي۔ لهذا كابينې د پاكستان د اړخه سارك فنډ كښې د وركړې عطيې نوي تګلارې له مخې د تقسيم د طريقه كار منظوري وركړه۔ ده ووئېل كابينې نيپرا ټريبيونل كښې د ممبر فنانس په اړه د سندھ حكومت د اړخه د اميدوارانو اهليت او تجربې په اړه د وړاندې كړي تجويز سره اتفاق ونه كړو۔ دغسې كابينې د فيډرل ميډيكل ټيچنګ انسټي ټيوټس آرډيننس ترمخه د شيخ زيد پوسټ ګريجويټ ميډيكل انسټي ټيوټ او جناح پوسټ ګريجويټ ميډيكل سنټر بورډ آف ګورنرز د تعيناتې منظوري وركړې ٬ كابينې د اورسيز ايمپلائمنټ پروموټرز لائسنسز په اړه 41 نوي لائسنسز جاري كولو، 07 تنسيخي، 05 تبادلې او د دائرہ كار يو كيس منظوري هم وركړه۔ كابينې ته وئيلې شوي بيورو آف اميګريشن اينډ اورسيز ايمپلائمنټ د اړخه تر اوسه 11 لكه وګړي بهر هېواد ته ليږلي شوي ۔ دغسې كابينې اعزاز احمد منيجنګ ډائريكټر نېشنل ټرانسميشن اينډ ډسپيچ كمپني د لګولو هم منظوري وركړه۔”كورونا څخه يريدل نه جنګ كول دي” په اړه لاهور هائي كورټ كښې يو وګړي د اړخه دائر كړي رټ پټيشن په اړه كابينې دا رائې وركړه چې په دې اړه د اسلامي نظرياتي كونسل واضح رائے ترلاسه شوې ۔ د اطلاعات وزير تر مخه كابينې فوزيه خان په پاكستان اسټينډرډز اينډ كوالټي كنټرول اتھارټي كښې د ډپټي ډائريكټر جنرل (فنانس) تعيناتولو منظوري هم وركړه۔ كابينې ته ووئيل شول د براډ شيټ ايوارډ كمېشن آف انكوائري چئيرمېن جسټس (ر) شيخ عظمت سعيد د چئيرمېن په حېث د څه ډول مشاهير اخستو څخه انكار كړے او كابينې د هغه پريكړه وستائله ۔د سي پيك لپاره د كابينې كمېټۍ 03فروري2021او 22فروري2021 په غونډو كښې د شوو پريكړو توثيق هم كابېنې وكړو۔ د توان لپاره د كابينې كمېټۍ 11 فروري 2021 په غونډو كښې د پريكړو او د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 19فروري 2021 په غونډه كښې د شوو پريكړو هم منظوري وركړې شوه ۔ دغسې كابينې د مجوزہ State Owned Enterprises (Governance and Operations) Bill 2021 مسودې منظوري وركړه۔ ده بريفنګ كښې ووئېل كابينې طارق رشيد د فيډرل ګورنمنټ ايمپلائيز ہائوسنګ اتھارټي ډائريكټر جنرل تعينات كولو منظوري هم وركړې ۔ دغسې كابينې د مجوزہ انكم ټيكس ( دويم ترميم) بل 2021 مسودې او د سټيټ اونډ انټر پرائزز (ګورننس اينډ آپريشنز) بل 2021 منظوري وركړې ۔كابينې د پاكستان او روس ترمينځه د نارتھ ساؤتھ ګيس پائپ لائن منصوبې په اړه لوظنامه كښې د ترميم پروټوكول منظوري هم وركړې۔ كابينې د قومي ادارہ صحت بورډ آف ګورنرز د غوره كولو سره ډريپ ته د كوويډ 19ويكسين ريټيل پرائس مقرر كولو منظوري وركړه۔ دا بيعه د قانون له مخي د ترسره شوې فارمولې له مخي غوره كولې شي۔ كابينې د ډرګ ريګوليټري اتھارټي چيف ايګزيكيټو آفيسر شيخ اختر حسين اخوا كولو منظوري هم وركړي او دغسې عاصم رﺅف ته د ډريپ قانون له مخي په عارضي توګه د سي اي او چارج وركولو وئېلې شوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز ووئيل د ادارہ جاتي اصلاحات عمل په تندۍ سره روان دے، د سركاري ادارو قوانين ، رولز ، ادارو كښې رېسټركچرنګ په اړه ډاكټر عشرت حسين بريفنګ كښې ووئيل په خساره رواني سركاري ادارې به ښه كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حكومت شفاف ټاكنو لپاره سنجيدہ هڅي كړي ٬ سېنېټ كښې اوپن بيلټ سسټم لپاره هر آپشن آستعمال كړے شوے ٬ مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ ترمينځه ميثاق جمهوريت كښې هم ليكلې شوي چې د سېنېټ ټاكني بايد د اوپن بيلټ سره وكړې شي ٬ اوس قام ته معلومه شوې چې څوك څه كوي۔۔ ده ووئيل دا مهال د دوو نظامونو جنګ دے يو هغه كوم چې پخوانے دے او بل هغه چې كوم ټاكني سپيځلې كول غواړي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د سېنېټ ټاكني غير متنازعه كولو لپاره هر آپشن استعمال كړے۔ ده ووئيل د يوسف رضا ګيلاني زوي ويډيو د دې خبرې اعتراف دے چې ووټونه اغستې شوي ، كله چې ټاكنو كښې روپۍ استعمال شي نو بيا به هم داسې كسان راځي۔ده ووئيل د اپوزېشن عمر له دا وطيرہ ده چې كله ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوي نو د ادارو ستائنه كوي او كله چې ناكامه كيږي نو په ادارو تورونه لګوي۔ده ووئيل پي ډي اېم د تضادات مجموعه ده، مولانا فضل الرحمان پخپله د پارليمان څخه بهر ٬ پيپلز پارټي سودا بازي كو او ن ليګ كښې ليډر جوړيدو لپاره فيملي هنګامې رواني دي۔ ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف د سېنېټ ټاكنو كښې په كرپټ عمل سپريم كورټ كښې د يوسف رضا ګيلاني په ضد درخواست دائر كړے ۔د يوې بلي پوښتني په ځواب ده ووئيل نن چې څوك دا ادعا ګاني كوي چې په سېنېټ كښې اكثريت لرو نو هغوي ته ووئيل غواړو چې فهرست كښې آزاد كانديدان هم شامل وؤ۔ ده ووئيل د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن ټاكنو لپاره زمونږ سره رابطې د بل پلو هم رواني دي ٬ د سېنېټ په ټاكنو كښې به صادق سنجراني كاميابيږي
وفاقي كابينې د 4 مهمو قانوني مسودو او سارك ايمرجنسي فنډ كښې د 30 لكهه ډالره عطيه كولو منظوري وركړه پاكو او غير متنازعه ټاكنو لپاره اوپن بيلټ لازمي دے، صادق سنجراني به د سېنېټ چيئرمېن ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوي، د وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز بريفنګ
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار