اسلام آباد ۔ 4 جنوری (اے پی پی)د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز د شورؤ په ورځ د برطانېي دوهم خارجه وزير آلوك شرما سره ليدلې دي۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه دواړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو او دوه اړخيزه مرستې له د ودې وركولو لوظ پخلې وكړو۔ وياند ووئيل دواړو لارښودو په انهانسډ سټریټجک ډائیلاګ(ای اېس ډی) كښې په روان پېشرفت هم د اطمينان څرګندونه وكړه او د دغې فرېم ورك تر سېوري لاندې ئې مرسته لا پراخه كولو له د هڅو لا تندولو باندې صلاح راغله ۔ خارجه صلاحكار سرتاج عزیز آلوك شرما ته د حكومت امناك ګاونډيتوب ويژن او سيمه ايزو رابطو زياتولو لپاره په پورته كړې شوو ګامونو بريفنګ وركړو۔ خارجه صلاحكار د برطانېي پارلمانې غړې د منطقې تازه وضعې نه هم خبر كړو۔
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی