اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) خزانې وزير اسحاق ډار سره د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان ليدلې دي ۔د هاؤسنګ او تعميرات وفاقي وزير اكرم خان دراني هم په دې موقع موجود ؤھ۔د ملاقات پھ مهال په پارلمان كښې د قانون سازۍ په عمل د خيالاتو څرګندونه وشوه او دغسې د ټاكنو اصلاحاتو په اړه هم خبرې وشوې۔مولانا فضل الرحمان د خزانې وزير اسحاق ډار د ټاكنو اصلاحاتو په اړه هڅې او پريكړی وستائېلې۔دواړه لارښود دې خبرې ته سلا شول چې دا اصلاحات به تر ډېرې مودې روان ساتلې شي دغسې چې پھ هېواد كښې د ټاكنو نظام لا ښه شي۔د ملاقات پھ مهال د هېواد پھ مجموعي سياسي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔
مضمون کا ماخذ : گرم گرم