اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په امر د جاپان كمپنو ته د پېښو مسئلو حل لپاره په هنګامي بنيادونو كمېټي جوړه كړې شوې ده او وزيراعظم هدايت كړے دے چې د جاپان كمپنو ته پېښې مسئلې دې په يوه اوونۍ كښې حل كولو سره رپورټ وړاندې كړې شي، اېکسپورټ پراسېسنګ زونز ټېكس فري جوړولو له دې اقدامات وكړې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره د جاپان کمپنو پلاوي ليدلي په دې موقع وزيراعظم ووئيل د جاپان پلاوي ته بلنه وركوم چې ھغوي دې په پاكستان كښې سرمايه كاري او د تجارت ودې لپاره د پاكستان زر تر زره دوره وكړي، پاکستان كښې د جاپان كمپنۍ دې سرمايه كارۍ سره په اپکسپورټ انډسټري جوړولو كښې كار وكړي، په تھر كښې د سكرو، په چنيوټ كښې د وسپنې ذخيرو، د تجديد وړ توان، انفراسټرکچر او پبلك ټرانسپورټ كښې سرمايه كارۍ او د مرستې پراخه موقعې موجود دي۔ دا ملاقات د وزيراعظم ټولو ځائي او نړيوال كاروباري او تجارتي شراكتدارو سره د بجټ په لړ كښې د ملاقاتونو يوه كړۍ ده۔ د جاپان په پلاوي كښې د جاپان سفير ميتسوهيرو واډا، د چاپان کمرشل اتاشي او په ټولو لويو صنعتي او تجارتي څانګو كښې د كار كوٶنكې جاپاني كمپنو نمائندګان شامل وو۔ د دې نه علاوه په غونډه كښې وفاقي وزيران خرم دستګير، مفتاح اسماعيل، مخدوم مرتضی محمود او اړوندو چارواكو هم ګډون وكړو۔ د جاپان کمپنو د وزيراعظم شهباز شريف د ويژن له مخې د موجوده حكومت په كاروبار دوست پاليسو د بشپړه باور څرګندونه وكړه٬ د دې نه علاوه د جاپان کمپنو د اليکټرك وهيکل مينوفيکچرنګ، فوډ پراسيسنګ، اسپيشل اکنامک زونز، ټيکسټائل سيکټر، ټيلي کميونکېشن سيکټر او د آټو پارټس مينوفيکچرنګ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ په زياتولو كښې ژوره خوښي ښكاره كړه۔ پاکستان او جاپان په 2022 كښې د اړيكو جوړېدو 70مه سالګره لمانځي۔ وزيراعظم ووئيل د جاپان پرمختګ نړۍ لپاره يو مثال دے٬ پاکستان جاپان سره دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو سره د جاپان د تجربې نه مستفيد كېدې شي۔
د وزيراعظم په امر د جاپان كمپنو ته د پېښو مسئلو حل له كمېټي جوړه كړې شوه
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون