اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د لوړې كچې په غونډه كښې د بارډر مېنجمنټ ښه والي له كورنۍ سلامتيا باوري كولو له د سول آرمډ فورسز د 29 نويو شاخونو جوړولو پرېكړه شوې۔ په غونډه كښې سركاري چارواكو او اعلٰې عسكري مشرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د مجموعي كورنۍ سلامتيا د وضعې جاج واخستل شو۔ د ګل په ورځ د وزیراعظم هاٶس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د قام?? سلامتيا سلاحار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه به د نېشل اېکشن پلان د عملدرآمد ك??ېټۍ مشر وي او د ك??ېټۍ په نورو غړو كښې به داخله سېكتر ٬ د نېشنل كاٶنټرټېررازم اتهارټۍ ډاائرېکټر جنرل٬ صوبائي سېكتران ، انسپکټر جنرلز آف پولی??، داخله سېكتران او د وزیراعظم د دفتر دوهم سېكتر شامل وي۔ د هرې يوې استخبارتي اېجنسۍ يو نمائنده به د ك??ېټۍ معاونت كوي او د پوځ نمائندګي به ?? ملټرر آپرېشنز ډائرېكټر جنرل (ډي جي اېم او) كوي۔ په غونډه كښې ترهه ګرو ته د فنډنګ مخنيوي له د اوسنۍ تګلارې هم جاج واخستل شو او په دې حقله اقدامات لا سختولو له اتفاق وشو۔ په غونډه كښې د پارلمان په منظور شوې سائبر كرائم بل هم غور وشو٬ دا پرېكړه وشوه چې د دې قانون پحقله د عملدرآمد نظام به زر جوړولې شي۔ په غونده كښې د ك??رنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان٬ د خزانې وزير اسحا?? ډار،د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف ، د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز،د وزیراعظم د خارجه چارو مرستيال طارق فاطمي، د قام?? سلامتيا سلاكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه، د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرال رضوان اختر، د آئي بي ډائريكټر جنرل آفتاب سلطان، خارجه سېکتر اعزاز چوهدری او اعلٰې سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو۔
د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش